Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو ځواکونو د وتلو په وړاندې د اسټرالیا لومړي وزیر غبرګون

د اسټرالیا لومړی وزیر له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو د نېټې د اعلان په غبرګون کې وايي چې نړۍ د تېرو ۲۰ کلونو پر تله امنه شوې ده؛ خو هغوی به په دې برخه کې هوښیار واوسي.

اسکاټ مورېسن د افغانستان جګړه تر ټولو اوږده هغه ګڼي چې اسټرالیا په کې ښکېل ده او د دغه هېواد د ۴۱ سرتېرو ژوند یې اخیستی دی.اسټرالیا یو له هغو هېواد دی چې له امریکا سره هم مهاله به له افغانستانه ووځي.

د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ مورېسن وايي:«اسټرالیا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یوه ثابت قدمه همکاره ده. دا زموږ تر ټولو اوږده جګړه وه. اوس مهال نړۍ د شلو کلونو وړاندې پرتله چې دوه غبرګ برجونه راونړېدل، خوندي ده؛ خو باید هوښیار و اوسو.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو لپاره د تابیاوو پلېدو، له څو ورځو راهیسې بحثونه راپارولې دي.

امنیتي چارواکي هم د هېواد په ځینو سیمو کې د دغو تابیاوو پېلېدل تاییدوي. دوی وایي چې بهرني ځواکونه له څه مودې راهیسې په خپلو ځينو اډو کې د لېږدولو لپاره د خپلو تجهیزاتو پر تیارولو او تړلو بوخت دي.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل:«هغه څیزونه چې استهلاک شوي او وړل شوي پلورل کېږي، هغه چې استهلاک شوي دي زموږ هم په کار نه دي چې موږ خپلې قول اردو ګانې له استهلاک شویو څيزونو ډکې کړو.»

د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمېسیون رییس میرحیدر افضلي وايي:«موږ ته یې ژمنه کړې ده، هغه تجهیزات چې لري، هغو ګاونډیو هېوادونو ته چې زموږ د اندېښنې لامل دي، په هېڅ صورت هغوی ته نه ورکوي؛ بلکې هغو اډو ته یې وړي چې لري یې.»

په دې لړ کې په یو شمېر هغو ولایتونو کې چې بهرني ځواکونه ترې له خپلو اډو وتلي دي، د امنیت د ټينګښت په چاره کې د هېواد د امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو ټينګار کېږي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل څرګندوي:«افغان ځواکونه ټول عملیات مخته بیايي، له ټول توان سره دا مخته بیايي او له نېکه مرغه بشپړه توانايي لري.»

د شنبې په ورځ امنیتي چارواکو وویل چې اوس مهال د بهرنیو ځواکونو اډې یوازې په مزاز، بګرام او کابل کې پاتې دي.

د دغو چارواکو په وینا ټاکل شوې ده، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پلان په عملي کېدو سره د دغو ځواکونو د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

اوس مهال په افغانستان کې د امریکا ۲۵۰۰ پوځيان او د نورو هېوادونو شاوخوا اوه زره پوځيان حضور لري.

شریک یي کړئ