Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مک کینزي: القاعده او داعش به له افغانستانه امریکا وګواښي

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر دوام لري، د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کنیزي وايي چې بالاخره به د القاعدې او داعش په ګډون ترهګر د افغانستان له خاورې امریکا وګواښي.

هغه وايي، دم ګړۍ په افغانستان کې القاعده او داعش کمزوره شوي دي؛ خو دا په بشپړه توګه د ګواښونو د له منځه تلو په معنا نه دي.

ټاکل شوې، دغه امریکایی جنرال په راتلونکې زېږېزې میاشتې کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړې وتنې وروسته په دې هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د هغو له کړنو د څارنې د څرنګوالي په هکله خپل وړاندیزونه د دغه هېواد دفاع وزارت ته وسپاري.

نوموړی زیاتوي:«زموږ اندېښنه د هغو سیمو په هکله ده چې حکومت په کې فعال نه وي او دغه ډلې په کې ځانونه څرګند کړای شي. خو دا هغه څه نه دي چې ژر پېښ شي. هېڅوک فکر نه کوي چې دا کار په راتلونکې میاشت یا شپږو راتلونکو میاشتو کې وشي، خو بالاخره به خپل ټولې وړتیاوې سره راټولې کړي او زموږ خاوره به وګواښي.» 

 جنرال فرانک مک کینزي منځني ختیځ ته په خپل سفر کې وایي چې د امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره د افغانستان له ګاونډیانو سره د امریکا مذاکرات د پرمختګ په حال کې دي.

دغه امریکایی جنرال د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو له لوري د نور مسوولیت پر اخیستو ټينګار کوي.

ښاغلي مک کنیزي وویل:«اوس مهال د دې وخت دی چې د افغانستان پوځ پر پښو ودرېږي او وښيي چې په یوازې سر جنګېدلای شي. زه فکر کوم چې د هغوی لپاره به سخت وخت وي. خو فکر کوم داسې لار شته چې د هغه څه ساتنه وکړي چې لري یې. د خطر کچه لوړه ده. نه غواړو ټېټه یې وښيم.»

خو  دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونو ثابته کړې ده چې له افغانسانه په خپلواکه توګه د دفاع توان لري.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو دا یې ثابته کړې ده چې کولای شي په خپلواکه توګه له افغانستانه دفاع وکړي؛ لکه څرنګه چې له یوه کال راهیسې ټول عملیاتونه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا طرح، پلان او اجرا کېږي.»

 د امریکايي ځواکونو دغه چارواکی مني په داسې حال کې چې طالبانو پر امریکایي او ایتلافي ځواکونو برید نه دی کړی، خو وایي چې د افغان ځواکونو او افغانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده.

د پوځي چارو کارپوه عتیق‌الله امرخېل په دې هکله څرګندوي:«امریکا په سیمه ییزو هېوادونو کې خپل ځواکونه او هوايي قواوې ځای پر ځای کوي که چېرې په افغانستان کې وضعیت خراب شي او د سولې مذاکرات پایله ونه لري، دوی هغه کار کوي چې طالبان نور هغوی ته زیان ونه رسوي.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د سې شنبې په ورځ د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې په یوې غونډه کې وویل چې د طالبانو لاسته د کابل د لوېدو نظرونه بد بینانه دي. ده وویل چې طالبان د نړیوال مشروعیت د خپلولو، د ملګرو ملتونو او امریکا له نوملړه یې د مشرانو د نومونو د لېرې کېدو او د خپلو بندیانو د خوشي کېدو لپاره نه غواړي چې د زور له لاري بري ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده جنرال مک کنیزي د پلټونکو الوتکو د اټکلي لګښت په ګډون پر ترهګریزو ګواښونو د څارنې په هکله د امریکا دفاع وزیر آسټين لوییډ ته خپل وړاندیزونه وسپاري. 

شریک یي کړئ