د امریکا دا هوایي بریدونه یوازې څو ساعته وړاندې له هغې شوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په واشنګټن کې خپل امریکایي سیال جوبایډن سره وکتل.
د امریکا یوه نظامي چارواکي پرون د جمعې په ورځ، فاکسنیوز خبري شبکې ته ویلي، چې د امریکا پوځ، د افغانستان شمال کې پر طالبانو دوه ځایه هوایي بریدونه کړي.
د امریکا دا هوایي بریدونه یوازې څو ساعته وړاندې له هغې شوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په واشنګټن کې خپل امریکایي سیال جوبایډن سره وکتل.
د فاکسنیوز د رپوټ پر بنسټ، دا هوایي بریدونه په کندوز او بغلان ولایتونو کې شوي، چې نامعلوم شمېر طالبان پهکې وژل شوي دي.
افغان دفاع وزارت لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو دې وزارت پرون جمعه دا ویلي، چې افغان هوایي ځواکونو د کندوز، په امامصاحب، خاناباد او ګورتېپه ولسوالیو کې طالبان په نښه کړي دي.
افغان دفاع وزارت ویلي، چې په کندوز کې دغو هوایي بریدونو کې ۳۵ تنه طالبان وژل شوي، چې درې پهکې د قاري جاوېد هاشمي، حیدري او مولوي قادر په نومونو د دغې ډلې مهم قوماندان وو.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ځواکونو د پنجشنبې له ماښامه تراوسه پورې د اوو ولسوالیو مرکزونه بېرته له طالبانو نیولي دي.
په دې اړه مو اندونه