د تسنیم خبري اژاتس داسې رپوټ خپور کړی چې پرون (دوشنبه د غبرګولي په ۷ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې طالبان نه ټول افغانستان دي او نه به وي، خو یوازې د کشالې د حل برخه ده.
خطیب زاده د افغانستان د وضعیت په هکله ویلي:«د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان سیاسي او امنیتي په جدیت څاري. افغانستان کې بېلابېلو لوریو سره په اړیکه کې یوو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې:«د افغانستان د کشالې یوازینۍ حل لار د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي یووالي ساتنه، د لږکیو د حقونو رعایتول، د افغانستان د ملت لاسته راوړنې او د افغانانو ترمنځ اصیل مذاکرات دي. تل مو ویلي چې مذاکراتو کې اسانوالی راوستلی شو. د افغانستان راتلونکی باید په افغانستان کې دننه معلوم شي.»
ښاغلي خطیب زاده دا هم ویلي:«طالبان نه ټول افغانستان دي او نه به وي، خو یوازې د کشالې د حل برخه ده. څه چې مهم دي یو ټول ګډونه دولت دی چې ټولې خواوې په کې وي او د یوې سوله ییزې حل لار رایستل هم مهم دي.»
خطیب زاده ویلي د ایران او افغانستان امنیت یو بل سره تړاو لري نو ځکه د افغانستان وضعیت څاري.
له خطیب زاده د کابل د احتمالي سقوط په هکله پوښتنه وشوه، هغه وویل چې ایران په دې هکله وړاندوینه یا سملاسي څرګندونې نه کوي.