Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د علماوو غونډه؛ حکومت او طالبان دې اوربند وکړي

له ټول هېواد نه کابل ته راغلو لسګونه علماوو نن (دوشنبه د چنګاښ په ۲۸ مه) یوه غونډه کې، د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې په خبرو دې خپلو موخو ته ورسېږي.
یوه دیني عالم جمال‌الدین فایق ویلي:«علما د جګړې له ښکېلو لوریو غواړي چې د خیر له داعیې چې سوله ده، هرکلی وکړي او د مذاکراتو مېز کې دې شته ستونزې حل کړي.»
دیني عالمانو خبرداری ورکړی، چې که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي، خلک به ورپسې راپاڅېږي. هغوی پر حکومت هم غږ کړی، چې د سولې ټینګېډو مخه کې دې خنډونه نه اچوي.
یوه بل دیني عالم جلال‌الدین حنفي ویلي:«راځئ، چې د دې پلرونو او میندو کوکارو او درد ته درمل شو.»
د علماوو نننۍ غونډه کې ټینګار شوی، چې د جمهوریت یا امارت نظام باندې ټینګار، د خلکو ستونزه نه‌شي حلولی.
ځینو علماوو دا هم ویلي، چې د پاکستان دیني عالمان او سیاستوال د افغانستان جګړه کې ښکېل دي.
د افغانستان د علماوو شورا رییس حسام‌الدین حسام ویلي:«د پاکستان علما او دولت دواړه زموږ هېواد کې لاسوهنه کوي. زموږ د ملت وینه‌بهوولو کې ښکېل دي.»
د افغانستان د علماوو د مجمعې د دارلانشاء مسوول محمد سرور عمري ویلي:«نه جمهوریت مقدس دی او نه هم امارت.»
په نننۍ غونډه کې پر حکومت نیوکې وشوې، چې د هدفي وژنو مخنیوی کې پاتې راغلی دی. 
دغه راز پر حکومت تور ولګېد چې علماوو ته دسیسې جوړوي.
حکومت لا تر اوسه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.
د کابل د علماوو شورا مشر عبدالقادر قانت ویلي:«د علماوو نیول دې بند شي. د علماوو هدفي وژنې باید بندې شي او له طالبانو زموږ غوښتنه داده چې اوربند وکړي.»

ځینو دیني عالمانو ټینګار کړی، چې د پاکستان دیني عالمان او سیاستوال د افغانستان جګړه کې ښکېل دي.

شریک یي کړئ