Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري ملتونه وایي لاهم امکان لري چې دوحه کې د سولې توافق وشي

ملګري ملتونه د افغانستان ښارونو ته د جګړې رسېدو سره په اندېښنه وايي، چې تمه لري، روانه اوونۍ کې په دوحه کې د سولې خبرې، د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ یوه توافق ته لاره برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ویاند وایي، لا هم باور لري، چې افغانستان کې د کشالې سیاسي حل ممکن دی.

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي:"موږ ښارونو ته د جګړې په رسېدو اندېښمن یو، ځکه چې ملکي خلکو ته خطر ډېروي. هیله‌من یوو، چې روانه اوونۍ کې دوحه کې د سیمې او نړۍ د استازو په خوا کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ډلو خبرې د مذاکرانو پر بنسټ د یوه توافق لاره برابره کړي."

که څه هم په افغانستان کې د جګړې زور اخېستو سره، د سولې خبرې جدي نه دي روانې، خو د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه د سولې د خبرو په چټکوالي ټینګار کوي او ملګرو ملتونه تمه ښودلې، چې لا هم د افغانستان د کشالې حل لپاره سیاسي حل لاره شته. خو دا چې طالبانو له امریکا سره لاسلیک کړی سند نقض کړی، دا هغه څه دي، چې دواړه غاړي یې په هکله څه ووايي.

د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي:"موږ په دوحه کې له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوو. یعنې لا هم د سیاسي حل لارې په موندلو باور لرو. په دې مانا نه چې، څه چې پېښېږي نه یې وینو. موږ په ښارونو کې جګړو کې د اېسارو ملکي کسانو کړاو وینو. "

داسې حال کې چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د نژدې ۲۰ ولایتونو کنټرول خپل کړی، د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو په دوحه کې غونډه کې پرېکړه کړې، چې په زور حاکمېدونکی حکومت په رسمیت نه پېژني.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې روانه اوونۍ کې د دوحې د غونډې ګډونوالو توافق کړی، هرههغه ځواک چې افغانستان کې په زور ځان واک ته ورسوي، په رسمیت به یې و نه پېژني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي:"هغه پیغام چې طالبان پرې باید پوه شي،  هغه پیغام دی، چې دوحه کې امریکایانو، قطریانو او د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو وړاندې کړی. دا پیغام واضح دی او ټول په یو غږ وایي، هغه بنسټ په رسمیت نه پېژني چې په زور حاکم شي. دا پیغام باید طالبان ولولي."

قطر کې د اګېسټ په ۱۱ مه او ۱۲ مه جوړه شوې غونډه نه وروسته، د قطر، چین، ازبکستان، امریکا، پاکستان، برېټانیا، ملګرو ملتونو، اروپايی ټولنې، هند، تاجکستان، ترکیه، ترکمنستان، جرمني او ناروې استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان دې د ولایتونو پر مرکزونو بریدونه بند کړي.

له دې سره د رویټرز خبري اژانس د بهرنیو د ېپلوماټانو په حواله رپوټ کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر یوه بیان کار کوي، چې په‌کې به پر ښارونو د طالبانو بریدونه وغندل شي او خبرداری به ورکړای شي، چې د افغانستان د سولې او ټیکاو خلاف فعالیتونه به بندیزونه ولري.

که څه هم په افغانستان کې د جګړې زور اخېستو سره، د سولې خبرې جدي نه دي روانې، خو د سیمې او نړۍ ځینې هېوادونه د سولې د خبرو په چټکوالي ټینګار کوي.

شریک یي کړئ