Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رویټرز: د کابل پر هوایي ډګر ډزو مرګ‌ژوبله اړولې

د رویټرز خبري اژانس د جرمن پوځ په حواله رپوټ کې لیکلي، چې نن (دوشنبه د وږي په لومړۍ) ناپېژاندو وسله‌والو د کابل هوايي ډګر کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د "هوایي ډګر شمالي دروازه کې په ډزو یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې ټپیان دي."

د هوایي ډګر پر کورنیو او بهرنیو نظامیانو دا ډزې داسې مهال شوي، چې په زرګونه افغانان او بهرنیان د هوایي ډګر مخې ته راټول شوي او له افغانستان نه د وتلو هڅه کوي.

د حامد کرزي د هوایي ډګر دباندې طالبان دي او د راټولو خلکو د خورولو هڅه کوي – په هوایي ډګر کې دننه بیا، افغان ساتونکي د بهرنیو ځواکونو مرسته کوي، چې وضعیت کابو کړي.

په هوایي ډګر کې د ناټو دوو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې "ټولې دروازې تړل شوي او هوایي ډګر کې دننه حالت کابو دی."

له دې سره د رویټرز په رپوټ کې د سي این این په حواله لیکل شوي، چې د هوایي ډګر دباندې نه، یوه نښه ویشتونکي افغان ساتونکي په نښه کړي، چې بیا افغان ساتونکو هم ځواب ورکړی او بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو په ننګه ډزې کړي.

د روانې اګېسټ میاشتې له ۱۵ مې راهیسې – له کله نه چې طالبانو کابل نیولی، پر هوایي ډګر خلک ورتوی شوي او غواړي له افغانستان نه ووځي. له دې منځه ځينو کسانو ته بهرنیو سفارتونو د وتلو اسناد استولي، خو اکثرو سره یې ان پاسپورټ هم نه‌شته.

ناپېژاندو وسله‌والو، د حامد کرزي په نړۍوال هوایي ډګر کې پر بهرنیو ځواکونو او افغان ساتونکو ډزې کړي، چې یو کس په‌کې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

Thumbnail

د رویټرز خبري اژانس د جرمن پوځ په حواله رپوټ کې لیکلي، چې نن (دوشنبه د وږي په لومړۍ) ناپېژاندو وسله‌والو د کابل هوايي ډګر کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو ډزې کړي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، د "هوایي ډګر شمالي دروازه کې په ډزو یو افغان ساتونکی وژل شوی او درې ټپیان دي."

د هوایي ډګر پر کورنیو او بهرنیو نظامیانو دا ډزې داسې مهال شوي، چې په زرګونه افغانان او بهرنیان د هوایي ډګر مخې ته راټول شوي او له افغانستان نه د وتلو هڅه کوي.

د حامد کرزي د هوایي ډګر دباندې طالبان دي او د راټولو خلکو د خورولو هڅه کوي – په هوایي ډګر کې دننه بیا، افغان ساتونکي د بهرنیو ځواکونو مرسته کوي، چې وضعیت کابو کړي.

په هوایي ډګر کې د ناټو دوو چارواکو رویټرز ته ویلي، چې "ټولې دروازې تړل شوي او هوایي ډګر کې دننه حالت کابو دی."

له دې سره د رویټرز په رپوټ کې د سي این این په حواله لیکل شوي، چې د هوایي ډګر دباندې نه، یوه نښه ویشتونکي افغان ساتونکي په نښه کړي، چې بیا افغان ساتونکو هم ځواب ورکړی او بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو په ننګه ډزې کړي.

د روانې اګېسټ میاشتې له ۱۵ مې راهیسې – له کله نه چې طالبانو کابل نیولی، پر هوایي ډګر خلک ورتوی شوي او غواړي له افغانستان نه ووځي. له دې منځه ځينو کسانو ته بهرنیو سفارتونو د وتلو اسناد استولي، خو اکثرو سره یې ان پاسپورټ هم نه‌شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه