Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان د فضايي حریم څخه د استفادې لپاره د امریکا هڅې

د سي ان ان خبري اژانس د جوبایډن په حکومت کې د باخبرې سرچینې پر حوالې رپوټ ورکړی دی چې واشنګټن د پاکستان د هوايي حریم څخه د استفادې په پار له اسلام اباد سره پر یوې هوکړې کار کوي.

سرچینو ویلي دي امریکا غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرو په وړاندې د پوځي او اطلاعاتي بریدونو په پار د پاکستان له هوايي حریم څخه ګټه واخلي.

د دغو سرچینو په وینا امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي دي.

دغو سرچینو همدارنګه ویلي دي چې اسلام اباد هم دغې هوکړې ته خپله لېوالتیا ښودلې ده او د هغه په بدل کې غواړي چې امریکا په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته وکړي.

دغې خبري شبکې همدارنګه ویلي دي چې پاکستان ته د امریکايي چارواکو د سفر پر مهال، د دغې هوکړې په هکله بحث شوی دی، خو تراوسه مشخصه نه ده چې پاکستان د دغې هوکړې په هکله له واشنګټن څخه څه غوښتنې لري.

تراوسه دواړه هېوادونه یوې رسمي هوکړې ته نه دي رسېدلي او په دې هکله مذاکرات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اسلامي امارت امریکا یې د افغانستان د هوايي حریم په نقض تورنه کړې وه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې امریکا باید د افغانستان د هوايي حریم له سرغړونې لاس په سر شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، په افغانستان کې د سرحدي سیمو او د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې د پاکستان له هوايي حریم څخه په غیر رسمي توګه استفاده کوي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه