د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د شهیدانو د کورنیو او معلولانو پنځوس سلنه هغه شمېرې چې په مخکیني حکومت کې ثبت شوې وې، خیالي دي. یاد وزارت وايي، له تېرو اتوو میاشتو راهیسې یې د حقیقي مستحقینو پیدا کولو په موخه یې په ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر پیل کړی دی.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان زیاتوي، بامیان، کابل او سرپل هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډيرې خیالي شمېرې پهکې ثبت شوې دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو رییس مفتي فیصل وايي: «له بده مرغه تېره اداره په درغلۍ او غولونې سره جوړه شوې وه. څو ورځې وړاندې له ولایتي رییسانو سره په اړیکه کې شوم، راپور یې راکړ چې هر ولایت له ۳۰ سلنې لږ نهلري. ۳۵ سلنه یا ۴۰ سلنه کم نهدي، ځینې داسې ولایتونه هم شته چې ۵۰ سلنه درغلي او غلاوې پهکې شته.»
د کابل د شهیدانو او معلولینو رییس شمسالمین زهیر وايي: «د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان وروسته موږ په کابل کې د معلولینو، معیوبینو او د شهیدانو د ورثې نوملیکنه پیل کړه. په تېر حکومت کې ۲۲۵۰۰ کسان د معلولینو په نوم ثبت شوي وو او د کابل د شهیدانو او معلولینو ریاست له حقیقي نوملیکنې وروسته ۱۷۰۰۰ ثبت کړل چې ۷۰۰۰ یې خیالي وو.»
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو رییس وایي، د مخکیني حکومت پر مهال په بامیان ولایت کې د معلولانو شمېر درې زرو شپږ سوه تنه وې، خو له څېړنې وروسته څرګنده شوه چې یوازې یو زرو درې سوه تنه واقعي مستحق کسان دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نشراتو رییس مفتي فیصل وايي: «د افغانستان په ولایاتو کې بامیان ولایت دی چې اتیا سلنه پهکې درغلي شوې ده. د بېلګې په ډول په سرپل ولایت کې د تېرې ادارې پر مهال نږدې دوه نیم زره معلولین ثبت شوي وو چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پروسې له پیلېدو سره یوازې یو زرو درې سوه کسانو مراجعه وکړه چې له ډلې یې یوازې ۷۴۳ کسان مستحق و او په بامیان ولایت کې ۳۶۰۰ کسان د معلولینو په توګه ثبت شوي وو چې ۳۱۰۰ یې ثبت شول او له ډلې یې ۱۳۰۰ کسان مستحق وبلل شول.»
دا په داسې حال کې ده چې د شهیدانو کورنۍ او د دې وزارت یو شمېر کارکوونکي د خپلو امتیازاتو د نه ترلاسه کولو له امله شکایت کوي.
محمد خالد چې څلور کاله وړاندې پر سر، پښه او ملا د مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شوی و، د نوملیکنې لپاره د کابل د شهیدانو او معلولانو ریاست ته راغلی دی.
معلول محمد خالد وايي: «د تنخوا د اخیستلو لپاره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته لاړم. هلته یې راته وویل چې د کابل د شهیدانو او معلولینو ریاست بشري سرچینو ته لاړ شم، کله چې هلته لاړم، زه یې د معلول په توګه ثبت کړم او په تمه یم چې څه وخت به مې بانکي حساب ته تنخوا استول کېږي.»
د شهیدانو اومعلولانو چارو وزارت د چارواکو په وینا، تر دې وړاندې په ټول هېواد کې د معلولانو او معیوبینو د نوملیکنې بهیر پېل شوی و چې تر دې مهاله د دې وزارت په نوې نوملیکنه کې ۹۷۷۷۴ تنه د معلولانو او معیوبینو په توګه ثبت شوې دي.
په دې اړه مو اندونه