د دیني عالمانو د غونډې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره دې ځانګړې ګړنلاره پیدا کړي.
محمد داود حقیار او محمد خان رستم چې د دیني عالمانو په غونډه کې ګډون کړی وو او په تازه توګه خپلو ولایتونو ته ستانه شوي، وايي، د اسلامي اصولو له مخې زدهکړې پر نر او ښځې دواړو فرض دي.
دوی پر دې نیوکه کوي چې ګواکې د دیني عالمانو په غونډه کې د نجونو د ښوونځيو پرانېستلو ته پاملرنه و نهشوه.
ښاغی حقیار وایي، یو شمېر استازو او قومي مخورو ته د وینا موکه ور نهکړل شوه.
له کاپیسا نه د دیني عالمانو د غونډې ګډونوال محمد داود حقیار وايي: «دغه خلک چې ورغلي وو، د افغانستان برخلیک یې معلوم کړ. د افغانستان په برخلیک کې دولس مادې وې، یوه ماده کې یې دا وه چې د ښځو زدهکړې، باید دوی ته اجازه ورکړل شي.»
له کاپیسا نه د دیني عالمانو د غونډې ګډونوال محمد خان رستم خیل وايي: «څو ولایتونو ته وار و نه رسېده. پروان، کاپیسا، لغمان، پنجشېر او پنځه یا شپږو ولایتونو ته، ځکه چې نفوس ډېر و.»
د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور رییس کریم الله وثیق وايي: «۲۴ عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی وو، څه چې د کاپیسا ولایت غوښتنې وې، د نورو ولایتونو له عالمانو او مخورو سره شرېکې شوې، پهدې خاطر پر همدې بسنه وشوه.»
له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو نه پرانېستل کېدو په کور دننه او بهر نیوکې راپارولې دي. بلخوا یو شمېر زدهکوونکې له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو زدهکووکو پر مخ ښوونځي پرانېزي.
یوه زدهکوونکې نادیه یوسفزۍ وايي: «د زدهکړو، کار او ان زموږ د ژوند کولو او خوشالۍ حق رانه اخیستل شوی دی.»
زدهکوونکې سونیا وايي: «زموږ انګېزه ډېره ښکته راغلې ده، نه پوهېږو څه کار وکړو؟ باید زموږ ښوونې او روزنې ته پاملرنه وشي، ځکه موږ د ټولنې نیمه برخه یوو. که موږ ته پاملرنه و نهشي، داسې فکر وکړئ چې یو نسل له منځه ځي.»
تر دې وړاندې اسلامي امارت د ښوونځیو د پرانېستلو لپار د یوې کمېټې د جوړېدو خبره کړې وه. د دې کمېټې له جوړېدو څو میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د نجونو زدهکوونکو برخلیک ناڅرګند دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «مخکې چې په لومړیو ورځو کې د پوهنې وزارت له لوري یوه اعلامیه خپره شوه، پهدې اړه سپیناوی ورکړل شوی وو، موږ اوس هم پر همغې اعلامیې بسنه کوو.»
بلخوا د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د دې هېواد د یوه چارواکي له خولې لیکلي چې په مارچ میاشت کې شاوخوا دولس هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په درشل کې وو، خو د نجونو د ښوونځیو د نه پرانېستل کېدو او پر خپلو ژمنو د اسلامي امارت د نه درېدو له امله د رسميت پېژندنې له مسالې پر شا شول.
په دې اړه مو اندونه