د پلازمینې یو شمېر اوسېدونکي د هغه څه له امله چې د اختر په ورځو کې د کثافاتو ډېرېدل ګڼي، شکایت لري.
دوې وایي، د کابل یو شمېر اوسېدونکو د څارویو کثافات د دې پر ځای چې په مشخصو ځاینو کې واچوي په ځمکه غورځوي.
د کابل اوسېدونکی میر علم وايي:«خلک ګرم دي؛ باید پوه شي چې ولې کثافات راوړي او د سړک په سر یې اچوي.»
د کابل بل اوسېدونکي محمود هم وویل:«خلکو لري په کوڅه کې اچولي دي؛ هوا ګرمه ده او دا د روغتیا لپاره ډېر ضرر لري.»
بل خوا کابل ښاروالۍ د چاپېرل په پاک ساتلو کې د هېوادوالو د همکارۍ غوښتنه کوي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي:«له ۱۰ تر ۱۵ سطلونه ځای پر ځای شوي دي او دا په ۱۲ ساعته توګه تشېږي؛ د کابل ښاروالۍ د تنظیف پرسلونه اوس هم په سیمه کې دي او شپه او ورځ کار کوي.»
د کابل ښاروالۍ کارګر معراج وايي:«زرنج او موټر نه و، په ښاري ګزمه کې اړ شوم چې کثافات د سړک له څنډې راټول کړم او په تعیین شوې ګثافات دانۍ کې یې واچوم.»
خو د سړکونو پرغاړو او نامناسبو ځایونو کې د کثافاتو غورځول د انسان پر روغتیا څه اغېزې لري؟
ډاکټر احمد شکیب ظهیر په دې هکله وویل:«له بده مرغه د اختر په ورځو کې په کوڅو او د ژوند په چاپېریال کې د حیواني او ټولو کثافاتو له اچولو سره د تنفسي، ساري او انتاني ناروغیو لپاره زمینه برابرېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د لوی اختر تر رارسېدو مخکې کابل ښاروالۍ د څارویو د پلور لپاره ځانګړي ځایونه وټاکل او دغه راز یې د اختر په ورځو کې د کثافاتو د اچولو لپاره اضافي کثافت دانۍ کېښودې.
په دې اړه مو اندونه