د چین ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې پر مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ او د دې سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې پهدې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
شي جېنپېنګ وایي، په افغانستان کې باید اوسني چارواکي وهڅول شي چې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.
شي جېنپېنګ زیاته کړې: «موږ باید د افغانستان چارواکي وهڅوو چې یو پراخ بنسټه سیاسي جوړښت رامنځته کړي او هغه چاره له منځه یو سو چې ترهګري پالي.»
د پاکستان لومړي وزیر هم په افغانستان کې د سولې پر ټينګښت ټينګار کړی او د یادې غونډې له ګډونوالو یې غوښتي چې په سیمه کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي: «په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولې تضمین دی او یا په بل عبارت؛ هغه څه چې د افغانستان په ګټه دي د پاکستان په ګټه هم دي. که پرېکړه وکړو چې، د سولې لپاره کار وکړو؛ نو موږ به په سوله او سوکالۍ کې ژوند وکړو.»
خو د چارو ځینې شنونکي هم په دې اړه بېلابېل لیدلوري لري.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «د شانګهای همکاریو سازمان ډېری غړي هېوادونه د افغانستان له اوسني حالت څخه راضي دي، ځکه ګټې یې خوندي کېږي.»
د سیاسي چارو کارپوه محمد متین محمدخېل وايي: «دا لامل دی چې د سیمې هېوادونه د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښن دي چې اسلامي امارت په تېر یوه کال کې نهدی توانېدلی چې کورنی او بهرنی سیاست او اساسي قانون جوړ کړي او د نړۍ او سیمې هېوادونو ته یې وړاندې کړي.»
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د نورو هېوادونو پر وړانډې د افغانستان د خاورې نه کارېدل هغه غوښتنې دي چې، په وار وار د نړۍوالو له لوري مطرح شوي؛ خو اسلامي امارت ویلي، دوی به هېچا ته د دې اجازه ورنه کړي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
په دې اړه مو اندونه