Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بورل: د ښځو د کار ځنډېدو د مرستې رسونې بهیر اغېزمن کړی

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول وايي چې د ښځو د کار په هکله د اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې، په افغانستان کې د مرستې رسونې پر عملیات د پام وړ اغېز کړی دی.

جوزف بورل زیاتوي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې بشرپاله مرستو دوام ته ژمنه ده او دغه مرستې به په جدي توګه وڅارل شي.

ښاغلي بورل د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا له خوا د اوکراین د جګړې، د ایران او افغانستان د وضعیت په تړاو په جوړه شوې غونډه کې، په افغانستان کې د ښځو د کار د ځنډېدو په تړاو د اسلامي امارت پر پرېکړې د خواشینۍ له څرګندولو سره وایي، چې اوس‌مهال طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپېر رامنځته کړی دی.
                   
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزف بورل وویل:«موږ د طالبانو پر خواشینوونکې پرېکړې بحث وکړ چې طالبانو افغان ښځې په بشري فعالیتونو کې له کارکولو منعه کړې دي. په افغانستان کې طالبانو یو جنسیتي تفکیک رامنځته کړی او دغه جنسیتي تبعیض په افغانستان کې پر بشري فعالیتونو د پاموړ اغېز لري.»

د بشري حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي:«دې ته هیله لرو چې لږ تر لږه بهرنۍ او لوېدیځه ټولنه غیرې معمولې طریقې وکاروي او هغه هم جدي لارې او اقدامات چې په افغانستان کې ښځه وکړای شي خپل لومړني حق ته چې د کار او زده کړو حق او په اسلامي چوکاټ کې نور موردونه دي، لاسرسی پیدا کړي.»

جوزف بورل ډاډ ورکوي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو دوام ته ژمنه ده.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول زیاته کړه:«په دغو اصولو سره به زموږ ملاتړ او مرستې دوام ولري، ځکه چې نه غواړو افغان ښځې بیا مجازاتې شي او د مرستې رسونې دغه بهیر باید تر ارزونې او څېړنې لاندې ونیول شي او باید په یوه ازمویښتي دوره کې ترسره شي.»
 
د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي:«د افغانستان بشري ناورین جدي نړۍوالو ملاتړونو ته اړتیا لري او د وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره باید نړۍوالې مرستې له قید او شرط پرته دوام ولري.»

بل خوا اقتصاد وزارت د اروپایي ټولنې مرستې د هېواد لپاره مهمې ګڼي او له دغې ټولنې غواړي چې په بشري او پراختیایي برخه کې خپلې مرستې پراخې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده چې د اروپايي ټولنې له خوا د افغانستان خلکو ته بشرپاله، انکشافي او پراختیايي مرستې دوام ولري چې موږ وکړای شو د هېواد په ځانسیا کېدو او اقتصادي حوزو کې جدي ګامونه پورته کړو.»

په افغانستان کې د ښځو د کار له ځنډېدو نږدې دوه میاشتې تېرېږي. ځيني مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د ښځو د کار ځنډېډو په افغانستان کې د مرستې رسونې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه