Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار پوهنتون یوه زده‌کړیال ځیرکه امسا او عینکې جوړې کړي

د ننګرهار پوهنتون یوه زده‌کړیال د نابینایانو لپاره یوه ځیرکه امسا او عینکې جوړې کړې دي.

بشير احمد چې د ميدان وردګو اوسېدونکی او د ننګرهار پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي د وروستي کال زده‌کړیال دی وايي چې دغه امسا او عینکې نابينا شخص له خطرونو ژغوري او هغه ته د مسير بدلولو لارښوونه کوي.

بشير احمد وايي، د دې امسا او عینکو د جوړولو انګېزه د ښوونځي له وخته ورسره وه او هغه مهال يې د عملي کولو هوډ وکړ چې په سترګو ړوند کليوال ستونزمن ژوند يې وليد.

بشير احمد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«زه عملاً دا وینم، مخکې مې خنډ دی، دا غږ وايي چې خپل مسیر بدل کړه او زه خپله لار بدلوم او حرکت کوم.»
پر دې دواړو وسايلو نږدې درې زره افغانۍ لګښت راغلی، سينسر، هدايت کوونکې وسيله، بېټرۍ او مزي په کې کارول شوي. کله چې امسا په اوبو کې لګېږي، نابينا شخص ته پيغام ورکوي چې مسير دې بدل کړي.

بشير احمد په دې هکله زیاته کړه:«کله چې ۳۰ تر ۳۵ ساتني مټره دېوال ته نېږدې شم دغه عینکې ما خبروي چې خپل مسیر بدل کړه.»

د هغه ملګري او ټولګيوال وايي، د بشير احمد له نوښت وروسته اوس دوی هم هڅېدلي چې د ورته وسايلو د جوړولو لپاره لاس په کار شي.
                 
د بشير احمد ملګری زبير ستانکزی وايي:«ما دا فکر نه کاوه چې هغه به دومره ژر خپلې موخې ته ورسېږي او دغه عینکې یې دومره ژر بشپړې کړې.»
                   
د بشير احمد ټولګيوال نورآغا نيکزاد څرګندوي:«زه هم وهڅول شوم او ما هم په یوه سیسټم کار پېل کړ چې ډېر ژر به یې کار بشپړ شي او له لیدونکو سره به یې شریک کړم.»

اخوا د اطلاعاتو او کتلور رییس بيا له بشير احمد سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ژمنه کوي.
                      
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رييس نور محمد حنيف وویل:«موږ هغوی هڅوو او هغوی به هغو ادارو ته معرفي کړو چې له هغوی سره په دې برخه کې په بشپړه توګه همکاري وکړي.»

تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ځينو ځوانانو ورته نوښتونه کړي وو او د سرپرست حکومت د چارواکو له خوا ور سره د مالي ملاتړ او همکارۍ ژمنې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه