Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍ له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د دوحې دفتر هڅې

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین طلوع نیوز ته وايي، چې دغه دفتر د نړۍ له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې کوي.

ښاغلی شاهین زیاتوي چې دغه دفتر له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو ټینګښت، افغانستان ته د بشري مرستو راجلبولو او په دغه هېواد کې د پراختیايي پروژو بیا پېل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

سهیل شاهین همدارنګه وايي چې دوی د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو سره سم خپلو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس ویلي:«موږ دلته د مختلفو هېوادونو له سفیرانو او هیتانو سره ګورو، د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت د رسمیت پېژندنې په شمول په افغانستان کې د بشري مرستو، انکشافي پروژو د پېل او له بېلابېلو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو درلودو او لا ټینګولو لپاره هڅې کوو.»

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي او پخواني ډیپلوماټان په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رول له اسلامي امارت سره د نړۍوالې ټولنې د اړیکو په ښه کېدو او له سرپرست حکومت سره تعامل کې مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد خان اندړ وايي:«موږ هیله لرو چې هڅه وشي چې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ تعامل او اړیکې پیاوړې شي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژندل شي.»

پخوانی ډیپلومات عزیز معارج هم څرګندوي:«دغه دفتر باید د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو پياوړتیا، د بشرپاله مرستو د جلب، اقتصادي ستونزو، د پانګونې د جلب او سیاسي مسایلو لپاره ځانګړي پروګرامونه ولري چې د افغانستان او د هغه د خلکو په ګټه وي.»

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر د ۱۳۹۲هجري لمریز کال د غبرګولي په ۲۷ مه نېټه پرانیستل شو او هغه مهال يې موخه د سولې خبرې او د افغانستان د ستونزې سوله‌ییز حل و او د اسلامي امارت د چارواکو په خبره، اوس دا دفتر د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د پله په حیث کار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه