له ارغندې د دراني تر بازاره د څه باندې ۲۷ کیلومتره په اوږدوالي د ۸۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د کابل - کندهار لویې لارې د یوې برخې د جوړولو چارې پېل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژې د پرانسیتې پر مهال له تړوني شرکتونو وغوښتل چې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي او د پروژې کار ګړندی کړي.
ښاغلي برادر په دې هکله وویل:«دا زموږ هیله ده چې قراردادي شرکتونه باید تر کندهار پورې پر دې لاره د مسافرو لپاره اوبه وشیندي او اسانتیاوې برابرې کړي. شرکتونه چې څومره د سړک جوړونې په برخه کې هڅې وکړي دا به د ولس لپاره اسانتیاوې رامنځته کول وي.»
ورته مهال د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني د دغې پروژې په پرانیستغونډه کې وايي د دغې لویې لارې ۴۸۰ کیلومټره د جوړولو تړون یې له اوو شرکتونو سره کړی دی.
د ټولګټو چارو وزارت سرپرست په دې هکله زیاته کړه:«د کابل - کندهار سړک ۴۸۰ کیلومټره دی او په دې سړک کې ۴۶ پلونه دي او ۱۷۱۶ پلچکونه دي او سور يې اووه متره دی.»
د کابل والي هم په دغو مراسمو کې زیاته کړې، اسلامي امارت د پراختیايي پروژو تطبیق ته ژمن دی او تړوني (قراردادي) شرکتونه باید د کابل - کندهار سړک په اساسي ډول جوړ کړي.
د کابل والي محمد قاسم خالد څرګندوي:«له شرکتونو څخه مې غوښتنه دا ده، چې د دې پروژې کیفیت ته پام وکړي او کوم امکانات چې اسلامي امارت دوی ته ورکړي په تخنیکي بڼه پهکې خیانت ونه کړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم د کابل - کندهار سړک رغول په هېواد کې د سوداګرۍ د ودې لپاره یو بنسټیز ګام بولي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«دا سړک که جوړ شي هم به زموږ په سوداګرۍ کې پرمختګ راشي او هم به مو تازه میوې په وخت سره مارکېټ ته ورسېږي.»
په دې مراسمو کې د میدان وردګو ولایت سیمهییز چارواکو هم ډاډ ورکړ چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې د دې پروژې د کار پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ اسلامي امارت د سالنګ د لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې پروژه هم پېل کړې ده.
په دې اړه مو اندونه