د کابل په لوېدیځ کې د اهل تشیع علماوو شورا وايي چې د محرم پر مراسمو هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی او د دغو ورځو د لمانځلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د کابل په لوېدیځ کې د علماوو شورا مرستیال محمد حسن صالحي طلوعنیوز ته وايي چې اسلامي امارت د امنیت د ښه ټینګښت لپاره ځينې لارښونې کړي چې د واټونو تر څنګ دې سقاخونې نه جوړېږي او د ښار په کچه دې ډلهییز تګ راتګ نه کېږي.
محمد حسن صالحي په دې هکله زیاته کړه:«اسلامي امارت رسماً اعلان کړی چې اهل تشیع خلک کولای شي چې د محرم الحرام مراسم په ازاده توګه ولمانځي او په دې برخه کې کوم بندیز نشته.»
د کابل په لوېدیځ کې د علماوو شورا ویاند علي علیزاده هم څرګندوي:«سل په سلو کې نه دي ویل شوي چې تاسې حتماً دلته د محرم مراسم مه ترسره کوئ او دروازه مه وهئ. یوازې لارښونه یې کړې، په واټونو کې چې اړینه نه ده، کهچېرې دروازې او سقاخونې جوړې نه کړئ، ښه به وي.»
ورته مهال د کابل ښار ځينې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې امنیتي مسوولین دې د محرم په ورځو کې جدي امنیتي تدابیر ونیسي.
د کابل اوسېدونکی محمد حسن احمدي وویل:«له اسلامي امارته غواړو چې د محرم د ویرجنو امنیت ونیسي چې دغه مراسم په ښه بڼه ترسره کړي.»
بل خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د عاشورا په مراسمو کې د محرم ویرجنو ته ډاډ ورکوي، چې پر دوی هېڅ ډول محدودیتونه نه دي لګول شوي، خو په امنیتي برخه کې يې احتیاطي تدابیر نیولي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي:«د محرم پر مراسمو هېڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی. خو د امنیت د تامین او د احتیاطي تدابیرو د نیولو لپاره، سترې غونډې، او یا هم په ډلهييزه توګه تګ راتګ چې په دې هکله د اهل تشیع علماوو نظر هم اخیستل شوی او د هغوی د غوښتنو په مطابق اقدامات شوي دي.»
د محرم یا عاشورا مراسم د چنګاښ میاشتې په ۲۸ نېټه په هېواد کې پېل کېږي او دا مراسم هر کال د هېواد په پلازمېنه او ځينو ولایتونو کې له ځانګړو امنیتي تدابیرو سره ترسره کېږي.
په دې اړه مو اندونه