Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اقتصاد وزارت: په بشري مرستو کې لاس‌وهنه نه کوو

اقتصاد وزارت د مرستندویه بنسټونو په کار او بشري مرستو کې د اسلامي امارت لاس‌وهنه ردوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال زیاتوي چې دغه وزارت د عادلانه او راڼه وېش په پار د نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د مرستې رسونې پر بهیر څارنه کوي.

له دې مخکې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې یا (یو اېس‌ اې ای ډي) په یوه راپور کې ویلي و چې سرپرست حکومت د بشرپاله مرستو د وېش په بهر کې لاسوهنه کوي.

د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري پر دې باور دی چې دغه ادعاوې سیاسي موخې لري:«موږ هغوی ته اسانتیاوې رامنځته کوو، بروکراسي مو له منځه وړې ده او له دوی سره همکار یوو؛ خو په هغه متعارف مفهوم سره لاس‌ونه زموږ په سیاست او پالیسۍ کې نشته.»

 فارین پالیسي مجلې چې دغه رپوټ یې خپور کړی، ویلي دي یو اېس ای ډي موندلې ده چې سرپرست حکومت د بشري مرستو د مدیریت او ترې د ځان په ګټه د کار اخیستو په هڅه کې دی.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود وايي:«پلمه کوي او په حقیقت کې د پلمو جوړول پېل شوي دي، پر طالبانو مشخص فشارونه د یوې مشخصې موخې د ترلاسه کولو لپاره راوړي.»

تر دې وړاندې هم د دې ادارې د روان زیږدیز کال د مې میاشت په راپور کې دغه راز راغلي و، چې د بشري مرستو، مرستندویانو په دغه بهیر کې د طالبانو د لاس‌وهنې له امله له افغانستان سره د مرستو دوام ته زړه نازړه شوي دي.

اخوا، د اقتصاد وزارت مسلکي معین د تېر کال پرتله د بشري مرستو د کمېدو خبره کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري څرګندوي:«په ټول کې مرستې په هغه ډول چې موږ یې تمه‌لرله اوس شتون نه‌لري، خو زموږ ډپيلوماسي او سلامشورې روانې دي چې ډېرې مرستې جلب شي.»

بل خوا د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي وایي، چې د افغانستان بشري ناورین اوس تر بل هر وخته، خلکو ته د مرستې رسونې راڼه او له نیمګړتیا پرته بهیر ته اړتیا لري. 

د سیاسي چارو شنوونکی شبیر بشیري وايي:«د افغانستان خلک د ملګرو ملتونو سازمان مرستو ته زښته زیاته اړتیا لري نو اړتیا ده چې د مرستو په وېش کې بشپړه روڼتیا په پام کې ونیول شي.» 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي پلټونکي د امریکا د استازو جرګې له لوري د داسې یوه قانون د تصویب خبر ورکړ چې له افغانستان سره د امریکا مرستې محدودوي.
د هغه په ​​وينا، دغه قانون به د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او امريکايي مرستندوی بنسټونه افغان سرپرست حکومت ته د مرستو له لېږلو منعه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه