د بدني روزنې، اولمپیک ملي کمېټې او د فوټبال فډراسیون مسوولانو ملت ته د دولت د حساب ورکړې په پروګرام کې د خپل یو کلنو لاسته راوړنو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د بدني روزنې ریاست سرپرست عبدالودود حقاني وایي، چې په وروستي یو کال کې یې د سرپرست حکومت تر چتر لاندې په کورنۍ او نړۍواله کچه د سپورټ د ودې په برخه کې ښېلاسته راوړنې لرلې دي.
د بدني روزنې او سپورټ ریاست سرپرست عبدالودود حقاني وايي:«د بېلابېلو سپورټي څانګو لوبغاړو په ۴۹ بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی چې درې د سرو زرو، ۱۰ د سپينو زرو، او ۱۰ د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.»
اخوا، د سپورټ ادارې مسوولان وایي، چې پروسږکال افغان لوبغاړي پر وخت د وېزې د نه ترلاسه کولو او د عصریې د نه ورکول کېدو په ګډون له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو.
د بدني روزنې او سپورټ تخنیکي او مسلکي رییس عبدالمومن راد وویل:«په محدودو بهرنیو سیالیو کې چې موږ ګډون ونهشوای کړی له بده مرغه څلور اصلي عاملونه یې لرل، چې اصلي عامل یې د ویزې نشتوالی و، چې ډېریو هېوادونو دننه په افغانستان کې سفارتونه او نماینده ګۍ نهلرلې دغو هېوادونو په وروستیو ورځو کې موږ ته ویزې رالېږلې.»
بل خو، د اولمپیک د ملي کمېټې اجراییه مسوول وایي، چې د اولمپیک د نړۍوالې کمېټې او د اولمپیک د اسیایي شورا له لوري د دې ادارې بودیجه افغانستان ته د پيسو د نه لږل کېدو له امله تر اوسه نه ده ورکړل شوې.
د اولمپیک د ملي کمېټې اجراییه مسوول داد محمد پاینده اختري څرګندوي:«د افغانستان د اولمپیک پر د بودیجې پر ستونزه کار روان دی او ډېر ژر به د اولمپيک د نړۍوالې کمېټې او د اولمپيک د اسیايي شورا له خوا حل شي.»
دولت ته د ملت د حساب ورکړې په پروګرام کې د سپورټ مسوولان دغه راز زیاتوي، چې د سرپرست حکومت تر چتر لاندې په کورنۍ او نړۍوالې کچه د سپورټ د ودې لپاره ګټور پلانونه په پام کې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د سپورټ په برخه کې د نجونو فعالیت درول شوی دی. تر دې وړاندې د اولمپیک ملي کمېټې او د المپیک اسیایي شورا په دې تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره، له سرپرست حکومته غوښتي وو چې په افغانستان کې نجونو ته په بېلابېلو سپورټي برخو کې د فعالیت اجازه ورکړي.
په دې اړه مو اندونه