Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت چارواکو له خوا د بشري حقونو د نقض ادعا ردول

د سرپرست حکومت ځينو چارواکو په بدخشان کې په یوې ولسي غونډه کې ویلي چې ځينو هېوادونو د خپل حضور پر مهال په هېواد کې په ځلونو بشري حقونه نقض کړي دي.

د هغوی په وینا، د نړۍ هېوادونه په داسې حال کې اسلامي امارت د بشري حقونو پر نقض تورن وي چې دغو هېوادونو په تېرو شلو کلونو کې په دغه کار لاس پورې کړی دی.

د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي:«د بمونو مور یې دلته استعمال کړه، هېڅوک نه‌وو چې ووايي چې بشري حقونه موجود دي. پرمختللې وسلې یې لرلې، افغانستان ته یې راوړلې او امتحانولې یې، هېچا ونه ویل چې بشري حقونه دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم وايي:«هغه کسان چې لوېدیځ تعیین کړل، هغوی چې راشي بیا ټول‌ګډونه کېږي؟ هغوی غواړي چې خدای مه‌کړه موږ اختلاف ولرو او هغه وخت دوی خوشحاله کېږي.»

د ورېښمو لارې بیا پرانیسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پرانیستل کېدل، ځوانانو ته د کاري زمینو برابرېدل او د امنیت لا ښه ټینګښت، له مسوولانو د بدخشان د اوسېدونکو غوښتنې دي.

د بدخشان اوسېدونکی غلام حیدر آتش‌پور وايي:«د کلتور د لوړولو لپاره، د ورېښمو لار چې زموږ د ملت یوه غوښتنه ده، زموږ د هېواد یوه اړتیا ده.»

د بدخشان اوسېدونکي عبدالبصیر وثیق هم وویل:«خویندو ته په اسلامي چوکاټ کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي چې زموږ خویندې د محرومیت احساس ونه‌کړي.»

د عمري قول اردو قومندان امام الدین منصور هم په دې ناسته کې په بدخشان کې د امنیت پر ټینګښټ د ټینګار ترڅنګ وایي چې په دغه ولایت کې یې د دغه ولایت په چارواکو د وروستیو بریدونو په تړاو شپاړلس تنه نیولي دي.

د عمري قول اردو قومندان امان الدین منصور څرګندوي:«۱۶ تنه هغه دښمنان چې په خونړیو بریدونو او د مجاهدونو په ترور او شهادت کې یې لاس درلود، نیول ش،ي دي.»

د اسلامي امارت چارواکي داسې مهال په بدخشان کې د وروستیو پېښو په تړاو د دغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې په بدخشان کې وروستیو پېښو کې د دغه ولایت د والي مرستیال نثاراحمد احمدي او د دغه ولایت پخوانی امنیه قومندان صفي الله صمیم وژل شوي وو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه