په افغانستان کې د امریکا د جګړې په تړاو د شیکاګو پوهنتون ټولپوښتنه ښيي چې، امریکايان پر دې باور دي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه په کولو نه ارزېده.
د دغې ټول پوښتنې پر بنسټ، ۶۵ سلنه ډیموکراټان او ۶۳ سلنه جمهوري غوښتونکي له دغې ټولپوښتې سره همغږي وو.
اخوا، د دغې ټول پوښتنې پر بنسټ، ۸۳ سلنه امریکایان، افغانستان د یوه دوښمن هېواد په توګه ګڼي.
د شیکاګو پوهنتون ټولپوښتنې یوه برخه کې راغلي: «دوه پر دریېمه برخه امریکايان وايي، په افغانستان کې جګړه په کولو نه ارزېده. ۶۵ سلنې ډیموکراټان او ۶۳ سلنې جمهوري غوښتونکي له دغې ارزونې سره همغږي دي.»
د پوځي چارو ځينې شنونکي بیا، په تېرو شلو کلونو کې د امریکا حضور په علمي او زده کړې په برخو کې مهم بولي خو زیاتوي چې د ناټو او امریکا شل کلن ماموریت دا څرګنده کړه چې هغوی دلته د ملت جوړونې لپاره نه بلکې د خپلو پروګرامونو د پلي کولو په موخه راغلي وو.
د پوځي چارو شنونکي، محمد زلمي افغانیار طلوع نیوز ته و ویل: «موخه یې پر هغو هېوادونو د خپلو پلانونو پلي کول وو چې ورسره په ټکر کې دي. په پوځ بعد کې هره نظر پوښټنه له عمل مخکې ترسره کیږي، له عمل وروسته سیاسي موج سواري ده.»
د پوځي چارو شنونکي، صادق شېنواري و ویل: «افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلن حضور چې د افغانانو په وژلو او تپي کولو پای ته ورسېد هیڅ توجیه نه لري او دوی باید د دې ځواب و وایي.»
دغه ټولپوښتنه داسې مهال ترسره کیږي چې یو شمیر امریکايي چارواکو له افغانستان د امریکايي پوځ د وتلو پریکړه عجولانه ګڼلې وه.
په دې اړه مو اندونه