Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د مدرسو په اړه د روزا اتنبایوا اندېښنې ځواب کړې

اسلامي امارت ویلي چې هېوادونه او بنسټونه باید په افغانستان کې د مدرسو د موجودیت په تړاو اندیښنه و نه لري.

د اسلامي امارت ویاندو ذبیح  الله مجاهد ویلي، چې په مدرسو کې دیني زده کړې، اسلامي عقاید، سیاینسي علوم، ریاضیات او عصري علوم تدریس کیږي.

له دې مخکې په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د ماشومانو او نجونو د حضور په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې ویلي وو چې د دې زده کوونکې څارنه دې وشي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «په اسلامي امارت کې ټولې دینې مدرسې یو واحد نصاب لري چې ډیری یې دیني زده کړې دي، د دې ترڅنګ د فقې او احادیثو علومو تفسیر، اسلامي عقاید، تاریخ او د عصري زده کړو نورې برخې هم پکې تدریس کیږي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا داسې وایي: «خو د مدرسو په تړاو باید ووایم، دوی چې څومره کسان مدرسو ته تللی شي، زده کړه پکې کولای شي او نن مې ځکه د مدرسو په اړه وویل چې اوس ډيری نجونې مدرسو ته ځي او دا ډیره سخته ده چې موږ پوه شو چې هلته څه روان دي. هو، دا زموږ دنده ده چې څارنه یې وکړو چې هلته څه روان دي.»

پر بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله بیا په دیني مدرسو کې د نجونو د حضور په تړاو د راپورونو په غبرګون کې وايي، مدرسې د دولتي ښوونځيو د بدیل په توګه د منلو نه دي.

پر بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې، هېدر بار و ویل: «ملګري ملتونه د طالبانو د تاييدولو په لټه کې دي چې نجونو ته په دیني مدرسو کې د زده کړو اجازه ورکړي.»

تر دې مخکې، د ځينې مدرسو مسوولینو هم ویلي چې په دیني مدرسو کې د نجونو شمېر ۵۰ سلنې زیات شوی دی.

د دوی په وینا، نجونو د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته دیني مدرسو ته مخه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه