د کابل ځينې اوسېدونکي په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي له امله اندېښمن دي.
میلاد چې د کابل ښار یو اوسېدونکی دی، څه باندې څلور میاشتې مخکې وسله والو غلو د کابل په تایمني کې ترې موټر تښتولی دی. هغه وايي، په دغه موده کې یې څو ځله امنیتي بنسټونو ته مراجعه کړې؛ خو تر اوسه یې موټر بېرته نهدی موندل شوی.
میلاد طلوعنیوز ته وویل:«ما دننه په کور کې کار کاوه د ماښام شپږ یا شپږ نیمې بجې وې، موټر ولګېد او غږ یې کور ته راغی، زه بهر راووتم ومې لیدل چې په موټر کې کس دی او موټر حرکت وکړ زه کابو سل تر یونیم سل مټرو پورې په موټر پسې ولاړم ونه توانېدم چې موټر ونیسم.»
د پلازمېنې ځينې نور اوسېدونکي هم په وروستیو څو میاشتو کې په هېواد کې په ځانګړې توګه په کابل کې د جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښمن دي.
د کابل اوسېدونکي وايي په تېرو څو میاشتو کې د وسلهوالو غلاو په ګډون جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د موټرو غلاوې زیاتې شوې دي.
د کابل اوسېدونکی احمد نوید نېکزاد وايي:«په دې وروستیو کې جنايي جرمونه په ځانګړې تګه د موټر، موبایل غلا زیاته شوې حتا پر یوه موبایل قتل کوي.»
د کابل بل اوسېدونکی شیرين بېک هم څرګندوي:«د موټر غلا باید له منځه ولاړه شي.»
له دې سره سم، د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه شاوخوا ۸۰۰ تنه د بېلابېلو جرمونو له امله نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په دې هکل وايي:«په تېرو شپږو میاشتو کې کابو ۸۰۰ مجرمان نیول شوي او زموږ پولیس په ټولو ولایتونو کې مخابروي نښلون لري او نه پرېږدي چې مجرمین وتښتي او نیول کېږي.»
د کورنیو چارو وزارت وياند زیاتوي هڅه کوي چې، د وسلهوالو غلاو، قتل، د موټرو د غلاو او نورو جنايي جرمونو ترسره کوونکي ونیسي.
په دې اړه مو اندونه