Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: تېره یوه میاشت کې څه باندې ۴۰۰زره برښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي

د روان ۱۴۰۲ کال په وروستۍ یوه میاشت کې د ټول هېواد په کچه څه باندې څلور سوه زره برښنايي پیژندپاڼې ویشل شوي دي.

د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، چې یوازې یې په کابل کې څه د پاسه ۵۰زره کسانو ته برښنایي پېژندپانې وېشلي دي.

د احصایي او مالوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع طلوع نیوز ته و ویل: «د احصایي او مالوماتو ملي ادارې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۴۰۰ زره برښنایي پېژندپاڼې وېشلي دي چې ډېری هغه یې په کابل کې دي. یوازې په کابل کې ۵۳ زره کسانو یادې تذکرې ترلاسه کړي دي.»

رحمت اله چې، د سمنګان اوسېدونکی دی وایي، د برښنایی تذکرې د لوړې بیې له امله د دې تذکرې د ترلاسه کولو وس نه لري.

د سمنګان ولایت اوسېدونکي رحمت الله و ویل: «غریب یم او ښار کې په لاسي کراچۍ کار کوم او د کارونو وضعیت هم مالوم نه دی اوس دلته یوه اونۍ کیږي چې سرګردانه یم څوک نشته چې تذکره راکړي.»

ځینې هېوادوال چې، له بېلابېلو ولایتونو کابل ته راغلي د برېښنايي تذکرو د اخیستو په برخه کې د نورو اسانتیاو د برابرېدو او همداراز د بیې د راټيټېدو غوښتنې لري.
 
د کابل اوسېدونکي محمد ایوب و ویل: « د یو کس د تذکرې د بدلولو لپاره چې عکس یې د ماشومتوب وي زر افغانۍ ورڅخه اخلي، موږ د دې پیسو د ورکړې وس نه لرو.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکي سید بیا داسې و ویل: « د هغو کسانو لپاره باید اسانتیا رامنځته شي چې له لرې پرتو ولایتونو څخه راځي، زه خپله له پکتیا ولایت څخه راغلی یم او له بدخشان خواوو هم ډېر خلک راځي. مخکې په سل افغانۍ وه خو اوس یې بیه لوړه شوې او خلک یې د پرې کولو وس نه لري.»

د احصایې او مالوماتو د ملي ادارې د مالوماتو لمخې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته په ټول هېواد کې څه باندې ۶ میلیونه برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه