د کورنیو چارو وزارت ويلي چې اوسمهال د دغه وزارت تشکیل له ۱۵۰ زرو څخه څه باندې ۲۰۰ زرو تنو ته زیات شوی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوعنیوز ته وایي چې دغه ځواکونه په ملکي او نظامي برخو کې اړتیاوو ته په پام سره جذب شوي دي.
عبدالمتین قانع دغه راز په بېلابېلو ولایتونو کې د نویو ځواکونو د جلب او جذب په تړاو هم ډاډ ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«کابو ۷۵ زره تنه تشکیلات پر ولایتونو وېش شوي او د ارزونې او سروې لپاره پلاوي تللي دي او هغه کسان چې متخصص دي یا هم هېواد او دین ته ژمن دي انشاالله ورکړل شوي. د پولیسو په تشکیل کې څه باندې دوه لکه تنه کېږي.»
له دې سره هممهاله، د نظامي چارو ځیني شنوونکي کې د دغو ځواکونو پر مسلکي کېدو ټینګار کوي.
د پوځي چارو شنوونکی محمد زلمی افغان یار په دې هکله څرګنده کړه:«د هېوادوالو د امنیت په تامین کې تر ټولو مهم اصل ښه چلند دی. کهچېرې موږ په نظام کې په سلګونه زره تنه ځواکونه ولرو؛ خو چې مسلکي نهوي هېڅ کیفیت نهشي ترسره کولای.»
د نظامي چارو شنوونکی معین ګل څمکنی هم وايي:«د امنیت د تامین لپاره باید استخبارات او پولیس لاس په کار شي، هم مسلکي روزنه وویني چې پر وخت وکړای شي بریدونه او یا نورې ترهګریزې پېښې شنډې کړي.»
د دغه وزارت ویاند دغه راز وایي، چې د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخي، په نظامي او ملکي برخو کې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب لپاره بېلابېلو ولایتونو ته شاوخوا پنځه اویا زره تشکیل لېږل شوی دی.
په دې اړه مو اندونه