Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په یوه کال کې څه باندې ۲۵ زره سوالګر ماشومان راټول شوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په وروستي یو کال کې یې په ټول هیواد کې څه باندې ۲۵ زره ماشومان چې په سوالګرۍ بوخت وو را ټول کړي دي.

د یاد وزارت ویاند وایي، هڅه کوي چې دغه ماشومان روزنتونونو ته جذب او د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وویل: « هغه ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي او روزنتونونو ته د جذب پر شرایطو برابر دي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت یې روزنتونونو ته جذبوي او د زده کړو او روزنې په ګډون د ژوند ټولنې اسانتیاوې ورته برابروي.»

۱۵ کلن باسط سره له دې چې ښوونځي ته ځي، د خپلې کورنۍ مسوولیت هم پر غاړه لري او د پلازمېنې په یوه څنډه کې په کار بوخت دی.

باسط د خپل کار په اړه وویل: « درې کاله کیږي چې دلته کار کوم، پلار مې هم کار نشوه کولای ځکه ناروغ وه او مشر ورور هم نه لرم، خپله دلته کار کوم.»

د باسط د لاس ګاډي تر څنګ، ۱۰ کلن ویس الدین هم چې د څلورم ټولګي زده کوونکی دی او بوټونه رنګوي، د طلوع نیوز خبریال ته وویل چې، بې وزلي ددې لامل شوې چې له خپل پلار او ورور سره اوږه په اوږه کار وکړي.

ویس الدین زیاته کړه: « غواړم چې پلار ته مې یوه کار وکړل شي او خپله ښوونځي ته لاړ شم، مدرسې ته لاړ شم او نور دلته کار ونه کړم.»

یو بل کوچني کارګر، الیاس هم وویل: « پلار مې مړ شوی او کار کوم ځکه پلار او بل څوک نه لرم.»

د درنو کارونو ترسره کول به د دغو ماشومانو پر راتلونکي او رواني وضعیت څه اغیز وکړي؟

د کورنیو مسایلو مشاوره، جهان آرا غیاثي په دې اړه وویل: « دا د دې لامل کیږي چې ماشومان په راتلونکي کې له تاوتریخوالي ډک رامنځته شي او د کورنۍ له غړو او خپلو ماشومانو سره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړي.»

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف افغان ماشومان د نړۍ تر ټولو زیانمن ماشومان ګڼلي وو او زیاته کړې یې وه چې د تاوتریخوالي سربېره یې لوږه او روغتیايي ستونزې هم ژوند ګواښي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه