Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دشت برچي په پرونۍ چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵تنه نور ټپیان دي

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د شنبې ورځې په چاودنه کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د کابل امنیه قومندانۍ خالد ځدراڼ ویاند وایي چې په دې تړاو څېړنې روانې دي او هېوادوالو ته د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.

خالد ځدراڼ په دې تړاو وویل:«د دشت برچي په په سیمه کې په یوه کاسټر موټر کې د ځای پرځای شوي چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله له بده مرغه پنځه ته هېوادوال شهیدان او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.»

بلخوا، د دشت برچي ځينې اوسېدونکي د دغه راز پېښو پر تکرار د اندېښنې په څرګندولو سره د کابل په دې سیمه کې د امنیت د ټينګښت غوښتنه کوي.

د دشت برچي اوسېدونکی قاسم څرګندوي:«تاسې څوک په نښه کوئ؟ هغه څوک چې لس روپۍ نه‌لري چې په تونس موټر کې ولاړ شي، پنځه روپۍ ورکوي چې په کاسټر موټر کې ولاړ شي، ځکه ارزانه دی.» 

د وژل شوي له خپلوانو قربان وايي:«همدا شېبه چې دغې سیمې ته راغلي یو درې شهیدان مو راوړي او ټپیان خو زیات دي، موږ همدا اوس درې تنه ټپیان لرو.»

دېرش کلن حسین د دغې چاودنې یو له قربانیانو دی او د واده یې اېله یو کال کېده.

د حسین پلار وایي چې زوی یې د سړک پر غاړه د توکو له پلورلو سره د خپل او د خپل پلار د کورنۍ ژوند چلاوه.

د وژل شوي حسین پلار محمد هادي وویل:«سهار وخته لمانځه مهال ته او د شپې راته، ګناه یې څه وه؟ هېڅ ګناه یې نه‌وه.»
    
د پېښې ټپي نجیب‌الله هم وايي:«د ځينو ټپیانو وضعیت نازک دی چې ښايي اوس یې ساه ورکړې وي.»         

بل خوا، پخواني ولسمشر حامدر کرزي، د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس او یوناما پر خپلو اېکس پاڼو د دشت برچي سیمې چاودنه غندلې او هغه یې غیر اسلامي او د بشر ضد کړنه بللې ده.
 
پخواني ولسمشر حامدر کرزي لیکل شوي:«د افغانستان پخوانی جمهور ریيس حامد كرزى د کابل په دشت برچي سیمه کې چاودنه چې له امله یې زموږ ځينې هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي او دا تروریستي عمل غیر اسلامي او بشري ضد عمل بولي.»

د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم لیکلي:«په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د مسافرو په بس کې د چاودنې له امله زموږ ځينې بې ګناه هېوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دي. د ملکي وګړو په نښه کول د اسلامي ارشاداتو او انساني ارزښتونو خلاف کار دی او غندنه یې کوو.»
 
یوناما هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي:«په دشت برچي کې د تېرې شپې چاودنې له امله د کابل د هزاره ټولنې ۲۵ غړي وژل او ټپیان شوي دي.»
       
د دې پېښې مسوولیت داعش پرغاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه