Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په عوایدو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی طلوع‌نیوز ته وايي چې د دغه وزارت عواید د تېرو کلونو پرتله ۳۰ سلنه زیات شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې دغه عواید د مخابراتي شبکو له مالیې ترلاسه شوي او د کرېډېټ د لس سلنې ماليه هم د مخابراتو وزارت بودیجې ته ځي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته د انټرنېټ غوره خدمتونه وړاندې کړي.

عنایت الله الکوزی څرګندوي:«د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دغه سیسټم نور هم روڼ کړی او په همدې بنسټ، د تېرو کلونو پرتله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په دغې برخه کې کابو ۳۰ سلنه ډېر عواید لرلي دي. دغه پیسې د مخابراتي شبکو له لارې د مخابراتو وزارت حساب ته راټولې شوي او د دغه وزارت له لارې مالیې وزارت ته سپارل شوې دي.»

ورته مهال ځينې هېوادوال بیا د هېواد په ځینو برخو کې د انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.

د کابل ځينې اوسېدونکي د انټرنېټې کڅوړو له کم کیفیت او لوړې بیې او په ځانګړې توګه د کرېډېټ د لس سلنې مالیې له نه‌څرنګوالي شکایت کوي.

دوی له حکومته غواړي چې د انټرنېټي کڅوړو بیې راټيټې کړي.

د کابل اوسېدونکی لطف‌الله وايي:«له یوه لګښتي کارټه چې پنځه افغانۍ اخلي دا د منلو وړ نه‌ړي، د دې لپاره نه لګول کېږي او نه موږ په کوم ځای کې ابادي لیدلې ده.»

د کابل اوسېدونکی بل فهیم احمدي هم څرګندوي:«موږ په افغانستان کې د انټرنېت په بیه کې کموالی نه‌دی لیدلی او اوس هم د انټرنېټ کمزورۍ د کابل ټول اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رښتیا هم په دې هکله وايي:«که‌چېرې دغه پیسې د کرنې په سکټور کې ولګول شي؛ ځکه زراعت داسې یو سکټور دی چې کولای شي ډېره پانګونه جذب کړي او ډېره کاري زمینه برابره کړي.»

تر دې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي چې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې یې د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې له مالیې، نږدې اته میلیارده افغانۍ راټولې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينې هېوادوال بیا د هېواد په ځینو برخو کې د انټرنېټي خدمتونو د ټیټ کیفیت له امله شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه