Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د امنیت او ټیکاو په تړاو د جې شنګر او عبداللهیان خبرې اترې

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرهمانیام جې شنکر تهران ته د خپل سفر په لړ کې له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ټيکاو په تړاو خبرې کړې دي.

جي شنکر په تهران کې له خپل ایراني سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې وایي، چې دوی په افغانستان کې د پرمختګونو په تړاو هم خبرې وکړې.

سوبر همانیام جې شنکر وايي:«زه او ښاغلی عبداللهیان په افغانستان کې پرمختګونه ارزوو، موږ په دې اړه لنډې خبرې وکړې او هلته د ثبات او امنیت د ټینګښت په تړاو خپلو اوږد مهالو خبرو ته دوام ورکوو.»
 
ښاغلي جي شنکر دغه راز وویل، چې هند غواړي د ایران له جغرافیایي موقعیته په استفادې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره وصل شي.

بل پلو، اسلامي امارت وايي، اړتیا ده چې د افغانستان په تړاو هېوادونه یو واحد نظر ولري او له افغانستان سره په اقتصادي او ډیپلوماټیکو برخو کې همکارۍ پراخې شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د افغانستان په هکله باید یو لیدلوری ډپيلوماټيکې او اقتصادي همکارۍ موجودې وي، موږ د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لرو او غواړو چې ښه شي، په ځانګړې توګه په دغو دوو برخو کې همکارۍ زیاتې شي.»

ورته مهال د سیاسي چارو شنوونکی محمد متین محمدخېل څرګندوي:«په دې وروستیو کې ډېرې لیدنې کتنې کېږي؛ خو افغانستان نه‌شي کولای چې د بهرني سیاست پر بنسټ چې فعاله او مثبته بې طرفي  ده، نه‌کېږي په لوېدیځ او ختیځ بلاک باندې تکیه وکړي دا عوامل د دې لامل کېږي، که څه هم دغه لیده کاته ښه دي؛ خو د افغانستان لپاره پایله نه‌ورکوي.» 

د سیاسي چارو بل شنوونکی نجیب الرحمن شمال هم وايي:«د ریښتینولۍ او کاونډیتوب اړیکو تامین نه یوازې د دواړو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان د کاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخېږي چې زموږ د خلکو او هېواد په ګټه دي، بلکې د سولې، ثبات او امنیت د پراختیا لامل کېږي.» 

تر دې وړاندې په کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر امنیت او ټيکاو خبرې کړې وې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، اړتیا ده چې د افغانستان په تړاو هېوادونه یو واحد نظر ولري او له افغانستان سره په اقتصادي او ډیپلوماټیکو برخو کې همکارۍ پراخې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه