Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: د افغانستان د اقتصادي کړکېچ لامل د نړۍوالو مرستو ځنډېدل دي

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په یو راپور کې د افغانستان د اقتصادي کړکېچ لامل د نړۍوالو مرستو ځنډېدل ګڼي.

د سیګر د راپور پر بنسټ، د نړۍوالو مرستو ځنډېدو او د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د امریکا په بانکونو کې د افغانستان د شتمنیو کنګلېدو افغانستان له اقتصادي کړکېچ او ناورین سره مخ کړی دی.

د سیګر د دغه راپور له مخې، په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د دوه مېلیارده او ۹۰۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت مرستې شوې دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۱ زیږدیږ کال له اګسټ میاشتې وروسته له افغانستان سره ۲٫۹مېلیارد ډالره مرسته شوې چې په دې برخه کې امریکا تر ټولو لویه مرستندویه وه چې په تېرو دوو کلونو کې یې ملګرو ملتونو او افغانانو ته ۲٫۶ مېلیارده ډالره مالي مرسته وړاندې کړې ده.»

د دغه راپور له مخې، د دغه ناورین د کمېدو لپاره د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له نوامبر ماشتې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال تر فبرورۍ میاشتې اووه عمومي اجازه لیکونه صادر کړل څو نړۍوالو مرستندویانو او مرستندویو سازمانونو ته اجازه ورکړي چې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیایي فعالیتونو بهیر بېرته پېل کړي.

په دغه راپور کې دغه راز په بازارونو کې د نغدو پیسو کموالي ته کتنه شوې او د سیګر په وینا، ډېری خصوصي پانکونه له ډېرو ډالرو سره د تبادلې لپاره کافي افغانۍ نه‌لري.

د اقتصادي چارو شنوونکی سیر قریشي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه مرستې چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د نړۍوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره شوي، د اسعارو پر بیې او د اسعارو د بیې پر ثبات یې ډېره اغېزه لرلې ده.» 

بلخوا، اقصاد وزارت وایي چې په تېرو دوو کلونو کې نړۍوالې مرستې توانېدلې دي چې اقتصادي ستونزې کمې کړي؛ خو اړتیا ده چې په پراختیایي برخه کې هم مرستې زیات شي.

د دغه وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري د افغانستان بانک په تړاو وایي چې دغه بانک په خپلواکه توګه فعالیت کوي.

ښاغلي نظری په دې هکله زیاته کړه:«په وروستیو دوه نیمو کلونو کې د نړۍوالې ټولنې مرستې که‌څه هم بسندویه نه‌وئ؛ خو خپله اغېزمنتیا یې لرلې ده، دا چې د اسلامي امارت نظام یو خپلواکه نظام دی، نو پر دې بنسټ د مرکزي بانک په ګډون ټولې ادارې په خپلواکه توګه عمل کوي او د هېڅ بهیر تر اغېز لاندې نه دي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکي په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال په جنورۍ میاشت کې د افغانستان پر بشري ناورین د غور لپاره ملګرو ملتونو خپل تر ټولو لوی وړاندیز مطرح کړ او له څه بندې ۲۲ مېلیون افغانانو سره یې د ۴٫۴ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه