Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ورښتونو د کمښت د ناوړه پایلو په تړاو د ۵ نړۍوالو بنسټونو خبرداری

د ماشومانو د ژغورنې صندوق او څلورو نورو نړۍوالو بنسټونو په یوې اعلامیه کې چې تېره ورځ (دوشنبې، د سلواغې په ۱۶مه) خپره شوې په افغانستان کې د اورښت د کموالي او د اقلیمي وضعیت د خرابوالي په هکله خبرداری ورکړی دی.

دغو سازمانونو په دغې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان ۲۵ ولایتونه له شدیدې وچکالۍ سره مخ دي او د دغه هېواد څه باندې نیمايي نفوس له هغې (وچکالۍ) به اغېزمن شي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، افغانستان دم‌ګړۍ تر تولو بده وچکالي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې ساری نه‌لري تجربه کوي. 

د لوږې پر وړاندې د اقدام بنسټ، نړۍوال طبي سازمان، د اسلامي همکارۍ سازمان، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او د ورلډ وېژن نړۍوالې موسسې په دغه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د واورې کم اورښت دغه اندېښنې را پیدا کړي چې له درې کلنې پرله‌پسې وچکالۍ او د بشري ناورین له زیاتېدو سره به د اوبو د کمښت ستونزه لا زیاته شي.

د دغو بنسټونو په دغې ګډې اعلامیه کې راغلي:«هغه زیانمن ماشومان او کورنۍ چې ژوند یې پر کرنې ولاړ دی، د باران او واورې د نه اورښت له امله به د پام وړ زیان و ویني. افغانستان د نړۍ یو له هغو ځایونو دی چې د اقلیمي بدلون له امله د ناورین ډک هېواد دی او اوس د تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د وچکالۍ بد حالت تجربه کوي. نږدې ۲۵ ولایتونه د وچکالۍ له امله په ډېر بد وضعیت کې دي چې د ۴۰ مېلیوني نفوس څه باندې نیمايي  یې تر اغېز لاندې دی.»

کروندګر عبدالواحد په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اوبه نشته. هر څه چې وکرو د بېلګې په توګه لکه مۍ، جوار او یا هر بل څيز، اوبه نشته او پایله نه‌ورکوي.»

د دغې اعلامیې له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له لومړۍ بیا د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۵مې په افغانستان کې د ورښتونو کچه د نورو کلونو پرتله له ۴۵ تر ۶۰ سلنې راکمه شوې او متخصصینو وړاندوینه کړې د فبرورۍ او اپریل میاشتو ترمنځ به د دغه هېواد د تودوخې درجه له منځنۍ کچې ډېره لوړه شي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وویل:«حکومت باید معیاري بندونه او پروژې عملي کړي، هغه اوبه چې په افغانستان کې دي، په سمه توګه مدیریت شي چې په پایله کې یې د افغانستان خلک ترې استفاده وکړي. د بېلګې په توګه د کونړ بند چې باید له هغې ډېره استفاده وشي چې زموږ خلک له وچکالۍ وژغورل شي.»

له دې سره سم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وچکالي د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې په دغه برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین څرګندوي:«له ټولو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو غواړو چې د دغه طبیعي افت پر ضد مبارزه کې له موږ سره همکاري وکړي او د هېواد د هغو بزګرو او مالدارو لاسنیوی وکړي چې د وچکالۍ له امله اغېزمن کېږي.»

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې د نړۍوال اټکل له مخې به په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې ۷ اعشاریه ۸ مېلیونه ماشومان کافي خوړو ته لاسرسی و نه‌لري او د وچکالۍ له امله له ولایتونو د کورنیو له تېښتې سره به د کولرا ناروغۍ خپرېدل به زیات او د بې وزلۍ کچه به هم لوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه