د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي د انټرنېټ د تبادلې مرکز یې جوړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند، عنایتالله الکوزي طلوعنیوز ته ویلي چې د انټرنېټ د تبادلې مرکز یې د هېوادوالو د معلوماتو خوندیتوب او له مخابراتي شرکتونو سره د دغه مرکز د نښلولو لپاره جوړ کړی چې په خبره یې د انټرنېټ په کیفیت لوړولو او چټکتیا کې هم مثبت اغېز لري.
د عنایتالله الکوزي په خبره، پخوا دا کار د هغو هېوادونو له خوا کېده، چې د انټرنېټ برابرونکي وو او دغو هېوادونو د انټرنېټ د کارونکو معلوماتو ته په اسانۍ لاسرسی درلود.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایتالله الکوزي په دې هکله وویل:« له ډېر لېرې واټن وروسته افغانستان ته رارسېده په کیفیت او بیو یې اغېز کاوه؛ ځکه لومړی نورو هېوادونو ته تللو او بیا افغانستان ته راتللو چې مخابراتي شرکتونو دغو هېوادونو ته ډېرې پيسې ورکولې، اوس په ډېرو کمو پیسو په افغانستان کې د ټولو خلکو معلومات چې انټرنېټ کاروي خوندي شوي دي.»
نوموړی دغه راز زیاتوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پراختیايي پلان له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو او لویو لارو کې ۶۰۰ مخابراتي ستنې نصب شوي او ۵۰۰ نورې مخابراتي ستنې به هم نصب شي.
عنایتالله الکوزی په دې اړه څرګنده کړه:«په راتلونکي کې ۴۵۰ څخه تر ۵۰۰ سايټونه په پام کې نیول شوي چې، په ځینو یې کار روان دی، دغه راز د افغانستان لویې لارې هم له انټرنېټي خدمتونو محرومې وې او اوس مهال کار روان دی څو د هېواد ټولې لویې لارې ونښلوو څو هغه مسافر چې له دغو لارو تېرېږي له مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو برخمن شي.»
د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارته غواړي چې د انټرنېټ د بيو راټيټولو او د کيفيت لوړولو په برخه کې نور ګامونه پورته کړي.
د کابل اوسېدونکي، محمد رفیع وویل:«په افغانستان کې کیفیت او کمیت ډېر ټیټ دي، د انټرنېټ بیه ډېره لوړه ده؛ خو د ګاونډیو لکه ایران، پاکستان، او نورو هېوادنو پرتله یې کیفیت ډېر ټیټ دی.»
د کابل یو بل اوسېدونکي، نثار احمد هم څرګنده کړه:«له اسلامي امارته غواړو چې د انټرنېټ بیې ټیټې کړي او کیفیت یې هم لوړ کړي.»
تر دې وړاندې هم د کابل ځینو اوسېدونکو په هېواد کې د انټرنیټي کڅوړو د بیو له لوړوالي او د انټرنیټ له ټیټ کیفیته شکایت کړی و.
په دې اړه مو اندونه