Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ذبیح‌الله مجاهد: اسلامي امارت د ټولنیز عدالت تامین ته ژمن دی

د ټولنیز عدالت له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، اسلامي امارت وایي چې په ټولنه کې د عدالت پلي کولو ته ژمن دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، هڅه کېږي چې د ټولنیز عدالت د تامین په تړاو ګټور ګامونه پورته شي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:«د ټولنیز عدالت او د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو په برخو کې به ګټور ګامونه پورته کړل شي او د افغانستان اسلامي امارت دغې موضوع ته‌ ژمن دی.»

ورته مهال، ځينې هېوادوال بیا وايي چې اوس په هېواد کې ټولنیز عدالت په بشپړه توګه تامین شوی نه‌دی.

د کابل اوسېدونکی نور رحمان امیري طلوع‌نیوز ته وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان د ټولنیز عدالت بنسټ اېښودونکی دی؛ نن په دېرې بې‌غورۍ دغې موضوع ته ګوري او موږ هره ورځ د دې شاهد یو، ښه دوه نیم کاله کېږي چې د افغانستان د ښځو یوه لوبه برخه په سیاسي، کلتوري او ټولنیزې انزوا کې دي.»

د کابل اوسېدونکې فروزان حنان هم څرګندوي:«د حکومت له خوا اصلاً ټولنیز عدالت په پام کې نه‌نیول کېږي، د بېلګې په توګه همدا اوس زموږ د هېواد ټولنې ښځې له سواده بې‌برخې دي.» 

پوښتنه دا ده، چې څنګه په هېواد کې ټولنيز عدالت په ښه توګه تامینېدلای شي؟

حقوق‌پوه ضیا یوسفي په دې هکله څرګندوي:«ټولنیز عدالت ته هغه مهال زمینه برابرېږي چې څو ټکي په پام کې ونیول شي. لومړی ټکی دا چې د حاکم او رعیت ترمنځ یو ډول حالت شتون ولري. یعنې د اسلامي اصولو او ټولو منل شویو اصولو پر بنسټ طبقاتي نظام، باید یو ډول وي.»

په ۲۰۰۷ کال کې د فبرورۍ ۲۰مه د بې وزلۍ او تبعیض پر وړاندې د مبارزې په موخه د ملګرو ملتونو له خوا د ټولنیز عدالت د نړۍوالې ورځې په توګه ونومول شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه