Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند کې د افغان زده‌کړیالانو د بې برخلیکۍ دوام

ځينې هغه افغان زده‌کړیالان چې په هند کې په زده‌کړو بوخت و، یوځل بیا وايي چې څه باندې دوه نیم کاله کېږي چې په بې‌برخلیکۍ کې دي.

هغوی له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی د ستونزو په حل کې په جدي توګه اقدام وکړي.

ضامن علي حیدري چې د هند په یوه پوهنتون کې د دوکتورا یو محصل دی وايي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هند حکومت د ده او ګڼو نورو افغان محصلانو تحصیلي وېزې لغوه کړې دي.

ضامن علي حیدري د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده، دوی دې هڅه وکړي چې خپلې بهرنۍ اړیکې ټینګې وساتي او لږ تر لږه دا کار دې وکړي او ووايي دغه زده‌کړیالان چې په افغانستان کې پاتې دي، دوی غیر سیاسي کسان دي او دوی هغه کسان وو چې په هند کې مخینه لري او هغوی پېژني.»

له دې سره هم‌مهاله، ځينې هغه افغان محصلان چې په هند کې پر زده‌کړو بوخت دي، هم د تحصیلي وېزو د نه تمدید او د تحصیلي بورسونو د ځنډېدو په تړاو اندېښمن دي.

په هند کې د ماسټرۍ دورې زده‌کړیال نجیب‌الله رحمتي په دې هکله وايي:«افغان زده‌کړیالان د ذهني او فکري ننګونو سربېره، له دوه نورو ستونزو هم کړېږي، یوه د تحصیلي بورسونو بندون او دویم ویزې ته نه‌لاسرسی دی.»

بل زده‌کړیال اسحاق سروري هم څرګندوي:«د هند دولت د سکالرشېپ له ورکړې ډډه کړې یا په انلاین بڼه دننه په افغانستان کې زده‌کړیالانو ته سکالرشېپ ځانګړی شوی نه‌دی، ډېر شمېر نجونې او هلکان چې ځينې یې له تېر کاله دلته وو او ځينې هم د سږکال دي په بې‌برخلیکۍ کې دي.»

خو اسلامي امارت وايي چې په دغه هېواد کې د افغان محصلانو د ستونزو د حل لپاره یې له هندي چارواکو سره تماسونه نیولي؛ خو تر اوسه نه‌دي توانېدلي چې د حل مناسبه لار پیدا کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:«په دې هکله مو خپلې وروستۍ هڅې کړې دي او له چارواکو سره په اړیکه کې وو او یو؛ خو تراوسه مناسبه حل لار نه‌ده پیدا شوې. موږ د دې غوښتونکي یو چې دغه موضوع دې ژر تر ژره خپله حل لار پیدا کړي، افغانانو ته دې د هند ویزې ورکړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هم په عادي توګه تعاملات مخته ولاړ شي.»
 
 دا په داسې حال کې ده، چې تر دې  وړاندې د هند په حیدراباد ښار کې د افغانستان کونسل سید محمد ابراهیم خېل ویلي و چې، په هند کې د افغانستان سفارت د کونسلګرۍ خدمات بېرته پېل شوي دي.

هغه زیاته کړې وه چې، د هند د حکومت د غوښتنې له مخې، نوموړي په ممبۍ کې د افغانستان له سرکونسلې ذکيې وردګ سره د دغه سفارت مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه