Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اسلام کلا کې د کابل او تهران د سرحدي چارواکو ناسته

اسلامي امارت په اسلام کلا کې د کابل او تهران د سرحدي مسوولانو ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې له ترسره کېدو خبر ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌‌نیوز ته وايي چې، په دغې ناسته کې د دواړو هېوادونو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سرحدي ستونزو او د کابل - تهران د اړیکو د ښه‌والي په پار خبرې اترې شوې دي.

د ایران د سړک جوړونې ستونزه او د دوغارون ګمرک د سرحدي ځواکونو او د اسلامي امارت د ځواکونو ترمنځ شخړې د بحث اصلي موضوع‌ګانې وې.

ښاغلی مجاهد وايي:«د ایران له اسلامي جمهوریت سره په پوله د دواړو لورو ترمنځ ناسته شوې او پر ځينو مسایلو لکه، د سړک جوړونه، او همدارنګه پر ځينې نورو ستونزو چې په اسلام کلا کې یې شتون درلود او پر امنیتي موضوع‌ګانو بحث شوی دی.»

ښاغلی مجاهد همداراز زیاتوي، د شنبې په ورځ هم په خوست ولایت کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سیمه‌ییزه نښته شوې وه؛ خو په سیمه کې وضعیت ډېر ژر عادي حالت ته راګرځول شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړه:«ځينې وختونه د سیمې او کلي په کچه نښتې رامنځته کېږي، کومه لویه پېښه نه‌ده رامنځته شوې او دم‌ګړۍ د دواړو لورو مسوولان دغې ستونزې ته متوجه شوي. له بده مرغه ځينې وختونه داسې شوي چې پاکستاني لوري له دې مخکې چې موضوع‌ مطرح کړي، اقدام کوي.»

د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې بارو دي چې د سرحدي ستونزو حل لار نښتې نه‌دي او دا ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د پوځي چارو شنونکي کامران امان په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«ګاونډي هېوادونه باید په سرحدونو کې نښته ونه‌کړي، ځکه چې ستونزې د نښتو له لارې نه‌حل کېږي او د نښتې پر ځای له افغانستان ستونزه باید د خبرو اترو له لارې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته د اسلامي امارت د پوله‌ ساتو له لوري له ایراني او پاکستاني پوځیانو سره په ځلونو نښتې شوي چې، له امله يې کله ناکله دواړو غاړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه