Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له امله ۶۰ تنه مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق وایي چې په تېرو ۲۳ ورځو کې د واورې او باران د اورښت او سړې هوا له امله په ټول هېواد کې ۶۰ تنه مړه شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلی سایق همدارنګه زیاتوي چې د دغو اورښتونو له امله څه باندې ۱۷۷ زره څاروي له منځه تللي او څه باندې ۱۶۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ وزارت له ملي او نړۍوالو موسساتو سره په همکارۍ د کب له لومړۍ تر ۲۳مې نېټې ۲۲ زره او ۴۱۵ کورونو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي او نغدې مرستې وېشل شوي او دم‌ګړۍ د هېواد په ټولو زیانمنو سیمو کې د وېش لړۍ اوس هم روانه ده.»

د دغو وروستیو اورښتونو یو شمېر زیانمنې کورنۍ له اسلامي امارته غواړي چې، ورسره مرستې وکړي.

بدخشان کې د څارويو پالونکي حلیم وویل:«په دغې سیمه کې چې موږ ژوند کوو، د څارویو مړینه خورا ډېره شوې ده، موږ ته د دې پته هم نشته چې ښايي څو شپونکي به تر واورې لاندې شوي دي.»

بدخشان کې د څارویو بل پالونکی هم څرګندوي:«څه مو چې لرل ټول مو خلاص کړل ، نور څه نه‌لرو، پیسې هم نه‌لرو چې له بازاره یې وپېرو او څاروي هم څوک نه‌اخلي، په دې واوره کې څوک پسه نه‌خلي موږ دا څېرته یوسوو.»

له سره هم‌مهاله، د ټول‌ګټو وزارت وايي، د واورې اورېدو او شدید توپان له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون په بامیان، غور، سرپل، نورستان او فراه ولایتونو کې ځينې لارې بندې شوې دي.

د ټول‌ګټو وزارت ویاند اشرف حق‌شناس په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د سالنګ لویه لار، د تېرې شپې له ۰۸:۳۰ دقیقو راهیسې د وارې د شدید اورښت او توپانونو او د لید ساحیې د محدودیت له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د واورې او باران له احتمالي اورېدو خبر ورکړی دی. 

د ټول‌ګټو وزارت وايي، د واورې اورېدو او شدید توپان له امله د سالنګ د لویې لارې په ګډون په بامیان، غور، سرپل، نورستان او فراه ولایتونو کې ځينې لارې بندې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه