Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندهار کې له ملاشرین اخند سره د نظاماني لیدنه

په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني کندهار ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت له والي ملا شیرین اخند سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې، په دې غونډه کې دواړو لورو د تورخم او سپین بولدک په لارو کې پر شته ننګونو، د پاکستان پر اندېښنې او په خوست ولایت کې څو ورځې وړاندې پر رامنځته شوې سرحدي شخړې خبرې اترې کړې دي.

ښاغلی مجاهد وايي:«د کرښې په اوږدو کې د ښه امنیت په هکله ویل شوي چې، دواړه لوري دې هڅه وکړي. که‌چېرې تاسې خبر یاست، دوه یا درې ورځې مخکې په خوست کې یوه پېښه رامنځته شوې وه، هغه هم د والي صاحب تر څار لاندې ده او د هغې ګډې کمېتې مسوولیت هم د والي صاحب پر غاړه دی، چې کله ناکله د افغانستان او پاکستان ترمنځ غونډې لري.»

بل خوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي د سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کول مهم بولي او پر دې باور دي چې اسلام اباد باید له کابل سره په ټولو برخو کې په خپل تعامل کې ريښتنی وي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج هم وايي:«د کندهار له والي سره د پاکستان د سفیر لیدنه، دا چې په پاکستان کې بدلونونه رامنځته شوي، نوی دولت رامنځته شوی، نو پر دې بنسټ غواړي چې د پاکستان د راتلوونکو اړیکو او د پالیسیو د څرنګوالي پيغام ورته ووايي او د هغه له لار ملا هبت‌الله ته ورسوي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا به ښه وي چې له ډپيلوماټیکې لارې دغه مسئله حل کړو، نه د رسنیو له لارې. کېدای شي چې دغه مسئله په عادي بڼه مخته یوړلی شي او ښه شي، څو دواړه هېوادونه له ښه وضعیته په مناسبه توګه استفاده وکړي.»

تر دې وړاندې هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د پاکستان د سفارت له شارژدافېر سره په کتنه کې ویلي وو، چې کابل ته د عبیدالرحمن نظاماني راتګ به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ډیپلوماټيکو اړیکو پر ښه کېدو ښه اغېز وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد وايي چې، په دې غونډه کې دواړو لورو د تورخم او سپین بولدک په لارو کې پر شته ننګونو، د پاکستان پر اندېښنې او په خوست ولایت کې پر سرحدي شخړې خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه