Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په رسمیت نه‌پېژندل او اساسي قانون؛ د رسمي کابنیې د اعلان پر وړاندې ننګونې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلو‌ع‌نیوز ته ویلي چې د اسلامي امارت په رسمیت نه‌پېژندل او د اساسي قانون نشتوالی د دې لامل شوي چې رسمي کابینه اعلان نه‌شي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د دې سربېره بیا هم په دولتي بنستونو کې کار په عادي توګه پر مخ ځي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه:«دا پړاو هم رارسېږي، اوسنی حکومت چې سرپرست دی، دایمي به شي، باید دې پړاو ته ورسېږو. د قوانینو او تشکیلاتو په برخه کې ځينې نیمګړتیاوې پاتې دي.»

په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو درې اوونۍ وروسته، سرپرست حکومت په یوه خبري کنفرانس کې سرپرسته کابینه اعلان کړه. که څه هم په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو نږدې درې کاله تېرېږي؛ خو لا هم د رسمي کابینې د اعلانېدو څرک نه‌لګېږي. دم‌ګړۍ ۲۱ وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د سرپرست حکومت په راتګ سره د ۱۳۸۲ کال اساسي قانون وځنډول شو او د بل اساسي قانون په تړاو هم معلومات نشته.

بلخوا ځينې کارپوهان، په هېواد کې د ثبات لپاره د اساسي قانون شتون مهم ګڼي او وايي چې د اساسي قانون تدوین، د سرپرستې کابینې له مهمو دندو شمېرل کېږي. 

د حقوقي چارو شنونکی عبدالشکور دادرس په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د قانون په نشتون کې، هغه [حکومت] نه ملت ته ځواب ویونکی دی او نه کولای شي چې ملت محاکمه کړي. په دې معنا کله چې قانون نه‌وي، په کوم بنسټ یو مجرم محاکمه کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی د اساسي قانون د ارزښت په هکله څرګندوي:«زما په اند حکومت باید ملت ته مراجعه وکړي او د اساسي قانون بحث چې مهمه موضوع‌ ده او په همدې توګه دې رسمي کابینه اعلان کړي.» 

تر دې وړاندې د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست په پکتیا کې په یوه غونډه کې په هېواد کې د قانون پر شتوالي ټینګار کړی و او هغه یې د هېواد یوه جدي اړتیا ګڼلې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه