Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېلر: د امریکایانو نیول، له کابل سره د تعامل پر وړاندې خنډ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت له لوري د امریکايي وګړو نیول له کابل سره د واشنګټن د اړیکو پر وړاندې جدي خنډ بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر په یوې خبري ناسته کې زیاتوي، د دغه هېواد چارواکو تل له «طالب» استازو سره په خبرو کې د امریکايي وګړو له قید او شرطه پرته پر خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي مېلر زیاته کړه:«البته، موږ په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د سمدستي او له کوم شرط پرته د خوشي کېدو لپاره د طالبانو له استازو سره په لیدنو کې فشارونو ته دوام ورکوو. دا نیول له دغه هېواد سره د مثبت تعامل پر وړاندې یو مهم خنډ دی او دوام لري.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس که څه هم د امریکايي وګړو د نیولو په اړه څه نه‌وايي؛ خو په خبره يې، د اسلامي امارت په زندانونو کې یو شمېر بهرني وګړي بندیان دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس محمد یوسف مستري وویل:«دغه بندیان له حقوقي جرمونو سره له موږ سره دي؛ خو سیاسي بندیان نه‌لرو. البته د افغانستان په کچه له امارت سره به په نورو ځایونو کې وي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي په دې باور دي چې کابل او واشنګټن باید د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې له ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالحق حماد په دې هکله څرګنده کړه:«که‌چېرې امریکایی لوری غواړي چې له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي. هغوی دې له اسلامي امارت سره له ډپيلوماټيکې لارې او متقابل درناوي په چوکاټ کې له افغانستان سره تعامل وکړي او دا دې ومني چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د افغانستان اسلامي امارت د خپلو قوانینو په رڼا او ارزښت کې له هغوی سره تعامل کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی فضل الرحمان اوریا هم وايي:«دغه ستونزې کولای شي چې د یوه ټول‌ګډونه بحث په پایله کې چې باید د امریکا او افغانستان ترمنځ وشي او د بحث پر بنسټ دغه ستونزې حل شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، د اسلامي امارت په زندانونو کې نږدې ۲۵ تنه بهرني وګړي د بېلابېلو قضیو له امله بندیان دي، خو دا يې په ډاګه کړې نه‌وه، چې ایا دا امریکايي وګړي دي او که نه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه