Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا بیا واکمنېدو راهیسې، څه باندې ۴۵۰ تعزیري سزاګانې پلې شوي

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته، په هېواد کې څه باندې څلور سوه او پنځوس تعزیري حکمونه پلي شوي دي.

د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس وایي، چې دغه حکمونه په بېلابېلو ولایتونو او په عام محضر کې پلي شوي دي.

د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس عبدالرحیم راشد و ویل: « د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څخه تر دې مهاله، په بېلابېلو ولایتونو کې له څلورنیم سوه څخه پر ډېرو کسانو تعزیري سزاګانې پلې شوي دي چې په ځینو مشهورو مجرمینو په عام محضر کې دا سزاګانې عملي شوي دي.» 

له بلې خوا د حقوقي چارو یو شمېر شنونکي او دیني عالمان که څه هم د شرعي قوانینو تطبیق په ټولنه کې د نظم او امنیت د ټينګښت په برخه کې ګټور بولي، خو وايي چې د تعزیري حکمونو د پليتابه په برخه کې شرعي قوانین او هغه نړیوال میثاقونه چې افغانستان یې غړیتوب لري، باید په پام کې ونیول شي.

دیني عالم حسیب‌الله حنفي و ویل: « د شریعت حکم دا هم دی چې شرایط په پام کې ونېول شي، اړتیا ده چې یو قانون وي او اسلامي نظام موجود وي. هغه قاضیان چې دا پرېکړې کوي باید په شرایط برابر وي.»
حقوقپوه محمد آصف فقیري و ویل: « د جزا قانون په برخه کې افغانستان ګڼ نړۍوال میثاقونه لاسلیک کړي دي چې هغه هم د اجرا نړۍوال ضمانت او د دولت مدني مسوولیت لري.»

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په فراه، لغمان، غزني، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې د قصاص پنځه حکمونه هم عملي شوي دي، چې د بښنې نړۍوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر په ګډون د نړۍوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شول.

په تعزیري مجازاتو کې د حدودو، قصاص، او دیت ورکول شامل دي او تر ډېره په هغو مجرمینو باندې تطبیقیږي چې زنا یې کړې وي، شراب یې څښلي وي او ورته نور جرمونه یې ترسره کړي وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه