د نوي ښوونيز کال د پېل په درشل کې يو ډله خوستي ځوانانو په دغه ولایت کې په ښوونځیو کې د هغو ماشومانو د شاملېدو کمپاین پېل کړی دی چې واجد شرایط دي.
د دغه کمپاین ګډونوال وايي د دغه کار موخه یې د کورنیو هڅول دي چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
دغه ځوانان ماشومانو ته هغه انځورونه هم په وړیا توګه چاپوي، چې ښوونځیو کې د نوم لیکنې پر مهال ورته اړتیا وي.
ټولنيز فعال نقيبالله ځلاند وايي:«موږ کلي په کلي، کور په کور ګرځو او هغه ماشومان چې د ښوونځي عمر یې بشپړ کړی وي د هغوی سیمې او کورونو ته ځوو او د هغوی لپاره په وړیا توګه عکس چاپوو.»
خوست مېشتي بيا وايي له ښوونځيو د لېرې والي له امله يې ډېری ماشومان له زدهکړو محروم پاتې دي. دوی غوښتنه لري چې د زدهکړو برخه کې اسانتياوې برابرې او په محرومو سيمو کې نوي ښوونځي جوړ شي.
خوست کې قومي مشر ولي زنګ په دې هکله وویل:«موږ ښوونځی نهلرو او تر مرکزي ښوونځي پنځه کیلو مټره لار ده، په ګرمه او سړه هوا کې تر هغه ځایه ماشومان تلای نهشي او اړ کېږي چې له زدهکړو او مسلک څخه پرته په کور کې پاتې شي.»
خوست کې قومي مشر شمسالله څرګنده کړه:«ډېری زدهکوونکي له ښوونځيو محروم شوي د دې لپاره چې ښوونځیو ته لاسرسی نهلري.»
د خوست د والي مرستيال محبوب شاه قانت بيا د دغو ځوانانو له لوري زدهکړو ته د کورنيو هڅونه یو ښه ګام بولي او زیاتوي چې اسلامي امارت د زدهکړو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې د زدهکړو په برخه کې ماشومانو ته خوندي چاپېرل رامنځته کړي.
ښاغلي قانت وویل:«د افغانستان اسلامي امارت تل غواړي چې یوه لوستې او سالمه ټولنه ولري او تل هڅه کوي چې راتلوونکي نسلونه درس ووايي او موږ هم د دې برخې پلوي کوو.»
نوي ښوونيز کال ته د کوتو په شمار ورځې پاتې دي او دغه ځوانان وايي تر اوسه يې شاوخوا درې نيم زره ماشومانو ته په وړيا ډول په ښوونځيو کې د شموليت انځورونه ایستلي او په خبره یې، دا پروسه به د ښوونیز کال تر پېله دوام ولري.
په دې اړه مو اندونه