د اسلامي امارت ویاند که څه هم په افغانستان کې د یوناما فعالیت مهم ګڼي؛ خو وایي چې یاد بنسټ د افغانستان په تړاو خپل راپورونه باید له بشپړ بېپرېتوب سره خپاره کړي.
ذبیح الله مجاهد په ډاګه وایي یوناما د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د حقایقو په خپرولو کې ښکارنده فعالیت نهدی ترسره کړی.
ښاغلی مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«له بده مرغه تراوسه د یوناما اغېزمنتیا ډېره کمه او محدوده ده. هغه واقعیتونه او هغه پرمختګونه چې په افغانستان کې شوي، په ملګرو ملتونو سازمان کې یې په سمه توګه منعکس کړي نهدي. یوازې یو دوه، درې منفي موضوع پیدا شوي ډېر تمرکز پر هغوی دی چې د تبلیغاتو په توګه ترې استفاده شوې ده.»
د چارو ځینې شنوونکي بیا پر دې باور دي چې، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدل به د افغانستان پر وضعیت مثبت اغېز وکړي.
د سیاسي چارو شنوونکی سید قریبالله سادات وايي:«په افغانستان کې د یوناما پروګرامونه ډېر اغېزناک دي او هیله لرو چې یوناما په افغانستان کې خپل ماموریت وغځوي.»
د نړۍوالو اړیکو کارپوه رشید قطبزاده هم وویل:«په افغانستان کې د یوناما د ماموریت دوام او حضور که هغه له سیاسي اړخه وي او که غیرسیاسي اړخه وي ډېر مهم ګڼل کېږي؛ خو دغه ماموریت باید ډېر روڼ وي او د ملي ګټو په چوکاټ کې د افغانستان خلکو ته دې تعریف شي.»
د ویلو ده چې، د روانې مارچ میاشتې پر ۱۷مه په افغانستان کې د یوناما ماموریت پایته رسېږي او لا تر اوسه روښانه نهده چې، د دغه بنسټ ماموریت به وغځول شي او که نه؟
په دې اړه مو اندونه