نن ( پنجشنبې، د کب ۲۴مه) د کمونیستي نظام پر وړاندې د هرات مېشتو د خونړي پاڅون له ۴۵ کلیزې سره برابره ده.
له دغې خونړۍ پېښې د څه باندې څلورو لسیزو په تېرېدو سره د کب د ۲۴مې پاڅون عیني شاهدان وايي چې دغه وېرونکې ورځ یې نهده هېره کړې.
ویل کېږي چې دغه پاڅون په هېواد کې د کمونیستي نظام او د شوري د سره پوځ پر وړاندې د افغانانو د نورو پاڅونونو پېلامه شوه.
غلام محمد د ۱۳۵۷ کال د کب د ۲۴مې نېټې پاڅون کې له نورو پاڅون کوونکو سره د هغه وخت د کمونیستي نظام پر وړاندې مبارزه کړې ده. د هغه په خبره، د دغه پاڅون پر مهال، د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول خلک د پوځیانو پر وړاندې را پورته شول. دا ۶۳ کلن سړی وایي، د کمونیستي نظام پوځیانو په خورا بې رحمۍ سره پر پاڅون کوونکو ډزې وکړې او د وینې لښتي یې وبهول.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«وضعیت ډېر خراب و. له لرګي او کلنګ سره وجنګېدو.»
هرات کې د کب ۲۴مې نېټې پاڅون یو شمېر عیني شاهدان وایي، په هغه ورځ په ډلهییزه توګه د خلکو د وژنې ترخې او وېرونکې کیسي لري.
د هرات اوسېدونکی فضل احمد په دې تړاو وايي:«کمونیستانو بمبار کاوه، ډزې به یې کولې، خو د الله شکر دی چې زه ونه وژل شول. ۲۴ ورځې په همدغه هرات کې وو.»
احمد علي غوردروازي هرات کې یو له پخوانیو جهادي قومندانانو دی، چې د پخواني شوروي ځواکونو او کمونیستي نظام پر وړاندې مبارزه کې یې مهم رول لوبولی دی. د هغه په خبره، د کب په ۲۴مه د هراتیانو پاڅون په هېواد کې د نورو پاڅونونو لامل شو او له همدې امله شوروي ځواکونو په افغانستان کې ماتې وخوړه او د هغه وخت کمونیستي نظام هم را وپرځېد.
احمد علي غوردروازي زیاته کړه:«د افغانستان خلکو له ۲۴ ورځني پاڅون وروسته په افغانستان کې د واکمن رژیم پر فجایعو او جنایتونو پوه شول او درک یې کړه چې له مبارزې پرته بله لار نهلري.»
د هرات اوسېدونکو د ۱۳۵۷ کال د کب په ۲۴مه نېټه د هغه وخت کمونیستي نظام پر وړاندې پاڅون وکړ. ویل کېږي، چې په دې ورځ څه باندې ۲۴ زره پاڅون کوونکو ژوند له لاسه ورکړ او همداراز زرګونه نور ټپیان شول.
په دې اړه مو اندونه