Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روژې میاشتې له پیل سره د کابل په واټونو کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیاتېدل

یو شمېر کارګر ماشومان وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي درانه کارونه وکړي.

په هیواد کې بي وزلي د دې لامل شوې چې ماشومان درنو کارونو ته مخه کړي.

له همدې امله لس کلن یحیی یو له هغو ماشومانو دی چې د موټرو په یوه ترمیم ځای کې یې کار کولو ته لستوڼي بډ وهلي دي.

یحیی د خپل اقتصادي وضعیت په تړاو وايي: «که زموږ هېواد پرمختګ وکړي، زموږ ژوند هم پکې ښه کیږي او موږ به زده کړې وکړو، خو اوس چې اقتصاد ښه نه دی د حلالې ډوډۍ پیدا کولو لپاره دلته کار کوم.»

یو بل کارګر ماشوم، مصطفی هم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «په مستري خانه کې کار کوم. پلار مې لاس ګاډی ګرځوي او په سرای شمالي کې کار کوي. دلته راغلی یم چې څه زده کړم.»

له دې سره هممهاله، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکي، نثار احمد طلوع نیوز ته و ویل: «دلته شاوخوا څلویښت ماشومان دي، په هره هټۍ کې دوه درې ماشومان د شاګرد په توګه کار کوي، دوی باید زده کړه وکړي، موږ له دولته غواړو چې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.»

د ماشومانو د حقونو فعاله، اصفه ستانکزۍ بیا د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په تړاو داسې لیدلوری لري: «د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي په موخه باید د مالي مرستو سربېره، ښوونیز او کلتوري زیربناوې هم په پام کې ونیول شي.»

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند وايي، دغه وزارت په تېرو دوو کلونو کې له پنځه ویشت زرو ډېر هغه ماشومان چې پر سختو کارونو بوخت وو، راټول کړي او په دې برخه کې د دوی هڅې روانې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي زیاته کړه: «شاوخوا ۲۵ زره ماشومان دي، دا هغه ماشومان دي چې مخکې یې درانه کارونه او سوالګري کوله. د همدې لپاره کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه ماشومان تشخیص او تثبیت کړي او چې مستحق وو هغه یې د مرستو په موخه افغان سرې میاشتې ټولنې ته ور پیژندلي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله ۳۸ سلنه ډېر شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه