Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلیې وزارت د هدیرې لپاره څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه

عدلیې وزارت وایي، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په ده کیپک سیمه کې یې پنځه سوه او پنځه پنځوس جریبه ځمکه د عمومي هدیرې لپاره ځانګړې کړې ده.

د عدلیې وزارت په خبره، دغه ځمکه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته سپارل شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، برکت الله رسولي وویل: « په همدې اساس هېوادول کولای شي د ارشا او حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ خپل مړي خښ کړي.»

په همدې حال، د کابل ښار د اولسمې ناحیې ځینې اوسېدونکي هم د خپلو جنازو د خښولو لپاره د مناسب ځای له نشتوالي شکایت لري.

دوی وايي، په دغې ناحیه کې د ډېری هدیرو لمنې د خلکو کورونو ته رسېدلي او ډکې شوې دي.

د کابل اوسېدونکي، رڼاګل وویل: « دا هدیره چې وینئ ټوله دوه پوړه شوي ده، یو مړی راباسي او بل خښوي. بیخي ځای نشته. د ماشومانو له امله هم دا هدیره در په در ده او خلک له ډېر تکلیف کې دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، سید بصیر هم وویل: « باید یو ځای جوړ کړي او زموږ لپاره یې تایید کړي مثلاً له کورونو لیرې وي. دغه مړي دې ولېږدوي، د سړک په خاطر یې یو څو دانې ولېږدول.»

کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی هم وایي د کابل په موسهي سیمه کې شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه د عمومي هدیرې لپاره ځانګړې شوې ده.

نعمت الله بارکزي په دې اړه زیاته کړه: « د کابل ښاروالۍ د تېر یوه کال راهیسې اجازه نه ورکوي چې کابل ښار دننه په هدیرو کې خلک خښ کړي. ځکه ظرفیت یې پوره شوې دی. په موسهي سیمه کې شاوخوا ۴۰۰ جریبه ځمکه همدې موضوع لپاره ځانګړې شوې ده.»

تر دې مخکې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو هم د جنازو خښوولو لپاره د مناسبو ځایونو پر نشتون نیوکې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه