Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سردار شکیب او دراني کتنه؛ له ترینګلتیاو وروسته د اړیکو پیاوړتیا ته کار

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره یې په کتنه کې پر افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو او د ډيورند د فرضي کرښې په اوږدوکې د نښتې په تړاو خبرې کړې دي.

د پکتيکا او خوست ولايتونو پر ځينو سيمو د پاکستان له هوايي بريدونو وروسته، په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وايي، د افغانستان لپاره یې د پاکستان له ځانګړي استازي سره له دغو بريدونو وروسته د رامنځته شويو ترینګلتیاو په تړاو خبرې کړې دي.

سردار احمد شکیب دغه راز زیاتوي، په دغه کتنه کې یې د سوداګرۍ او کډوالو پر مسایلو هم خبرې کړي او دغه راز هوکړه شوې ده، چې په راتلونکي کې د دا ډول بریدونو مخه ونیول شي.

په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سردار احمد شکیب و ویل: د وروستیو بمباریو په پایله کې چې کومې ترینګلتیاوې رامنځته شوې دي، کومې ستونزې رامنځته شوې دي، په دغه باندې هوکړه وشوه چې راتلونکي کې دغه ډول پېښې تکرار نه شي، او د ګډ کار لپاره چې دواړه هېوادونه ګډ کار وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت هم و ویل: په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو او وروستیو تحولاتو خبرې وشوې، پاکستاني لوري ویل چې دوی غواړي ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي. سردار محمد شکیب هم و ویل چې ټولې ستونزې باید د سیاسي خبرو له لارې حل شي.

بل خوا پاکستاني رسنیو د اصف علي دراني له خولې ویلي، چې له وروستیو پوځي اقداماتو سره سره، په کابل کې د طالبانو له ادارې سره په اړیکو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی دی.

د دغو رپوټونو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی او ټاکل شوې، چې د پاکستان یو سوداګریز پلاوی هم د روانې میاشتې په ۲۵مه افغانستان ته سفر وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي، یوسف امین ځاځي طلوع نیوز ته و ویل: دا مسایل باید ډیر جدي مطرح شي، خلک باید خپل رول ترسره کړي، ځکه چې متاثر ترې خلک دي. که اقتصاد وي، امنیت وي، سوداګري وي، ټول د خلکو وي. خلک باید لاس پکار شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، شمس الرحمن احمدزي هم وویل: افغانستان او پاکستان یو بل ته داسې دي لکه لازم او ملزوم. یو له بله جدايي نه لري. نو پکار دا ده چې په اقتصادي برخه باندې ډیر کار وشي او لا زیات قوي شي او راتلونکي کې چې د دوی کوم پلاوی راځي، د دواړو په ګټه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتيکا او خوست ولايتونو په ځينو سيمو کې د پاکستاني ځواکونو له هوايي بريدونو وروسته چې په پایله کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان ووژل شول، د خوست په تڼيو، د پکتیا په ډنډ پټان او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې هم د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښتې وشوې.

پاکستاني رسنیو د اصف علي دراني له خولې ویلي، چې له وروستیو پوځي اقداماتو سره سره، په کابل کې د طالبانو له ادارې سره په اړیکو کې کوم ځنډ نه دی رامنځته شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه