Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روژه او بې‌کاري؛ په پلازمېنه کې کارګر د کار له نشتوالي شکایت لري

د پلازمېنې ځينې اوسېدونکي په ځانګړې توګه هغه کارګران چې په ورځني مزد کار کوي، د روژې په مبارکه میاشت کې د کار له نشتوالي شکایت لري. 

دغه کارګران وايي چې حتا د یوې اوونۍ په لړ کې یوه ورځ هم نه‌دي توانېدلي چې کار پیدا کړي.

اېمل چې څورلس کاله یې زده کړې کړي؛ خو اوس د بې کارۍ له امله د کارګر په توګه کار کوي، د طلوع‌نیوز خبریال ته یې ویلي چې د روژې د میاشتې له پېلېدو راهیسې یې یوازې درې ورځې کار پیدا کړی دی.

ایمل زیاته کړه:«زموږ غوښتنه دا ده چې د کار زمینه برابره کړي. ډېر خلک بې‌کاره دي؛ یو دې کارخونه جوړه کړي چې خلک په کار شي.»

ایمل یوازینی ځوان نه‌دی چې د بېکارۍ له ستونزې سره مخ دی، بلکې ځينې نور کسان هم ده ته ورته برخلیک لري.

کارګر محمد  فاضل وویل:«د رژوې په مبارکه میاشت کې دوه ورځې کار ته ولاړم، هره ورځ درې سوه چې شپږ سوه شوې، وچه ډوډۍ خورو، نه غوړ لرو او نه هم بوره نه چای.»

بلخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي هېوادوالو په تېره بیا ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرېدل د هېواد په اقتصادي وده کې ګټور بولي

د افتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر په دې هکله وویل:«په افغانستان کې د اقتصادي خراب وضعیت پر بنسټ کله چې کاري زمینه برابره شي، د مستحلکینو د پلور ځواک لوړېږي او یا په مارکېټ کې اغېزمنه تقاضا رامنځته کېږي چې په خپله د عرضه کوونکي لپاره ښه انګېزه ده. په ټول کې کولای شي چې د اقتصاد څرخ وڅرخوي، نو د کرنې په زراعت کې سکټور کې هم کولای شي اغېزمنه وي او همدارنګه د اوبو او برېښنا په سکټور کې کولای شي اغېزمن وي.»

تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې په هېواد کې څه باندې سل زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه