د روژې مبارکې میاشتې کې د روژې د ځانګړو خوړو بازار غوړیدلی دی.
سره شوي خواړه او ترشي هغه خواړه دي چې ډیری خلک ترې د روژې په میاشت کې ګټه پورته کوي.
اچار له هغو ترشیو دي، چې ډیری خلک د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره ترې ګټه اخلي.
علي هغه۳۱ کلن ځوان دی چې پخپله هټۍ کې ډول ډول ترشي باب پلوري.
دی وايي، د روژې په مبارکه مياشت کې يې بازار د نورو مياشتو پرتله ډېر ګرم وي.
هټۍوال علي و ویل: «الحمدالله زموږ بازارونه ډير ښه دي. ناشکري نه کوو، ځکه زموږ د کار موسم دی، د نورو میاشتو پرتله مو کار ښه دی.»
یوه بل هټۍوال، محفوظ و ویل: « ډیری خلک وطني ترشي یا سره ترشي اخلي، زموږ مشتریان راځي، سل منه یا دوه سوه منه سره ترشي اخلي، د کابل اوسېدونکي هم ډيری سره ترشي وړي، د ترشي ګانو ترمنځ ډیره خرڅېدونکي ترشي، سره ترشي ده او په مرباګانو کې بیا د الوبخارا مربا ډيره پلورل کیږي.»
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د روژې د خوراکونو د کلتور په تړاو داسې کیسې لري.
د کابل اوسېدونکي، زبیر و ویل: « معمول خواړه پیرکي دي. د بېلګې په توګه د توربانجانیانو بوراني، فاصله، بینډۍ، کچالو او ځینې نور شیان پیدا کيږي.»
پیرکي هم د افغانانو هغه ژر پخېدونکي او هوسانه خواړ ده چې ډېر خوښوونکي لري.
ذاکر چې له څو کلونو راهيسې د پلازمېنې په يوه یوې برخه کې پیرکي پخوي، وايي د کار بازار یې د یوې میاشتې وړاندې وخت پرتله ګرم شوی دی.
د پيرکیو پخوونکي، ذاکر و ویل: «د نورو ورځو پرتله یې کار ډير ښه دی. ځکه روژه ده او په روژه کې بولاني ډیره خوړل کیږي.»
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېر مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې روژه نیسي او په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د دې میاشتې په رارسېدو سره مسلمانان د رنګارنګ خوراکونو په چمتو کولو سره د روژې مبارکې میاشتې هر کلی کوي.
په دې اړه مو اندونه