Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د دوو امریکايي وګړو د بندي کولو پخلی کوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تاییدوي چې د دوو امریکایي وګړو په ګډون څو تنه بهرني وګړي له سرپرست حکومت سره بندیان دي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دغه کسان د هېواد له قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي او ټينګار کوي، هر بهرنی وګړی چې غواړي افغانستان ته سفر کړي، باید د اسلامي امارت قوانین په پام کې ونیسي.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«په ګومان مې چې د امریکایانو شمېر دوه تنه دی او دا چې د څه لپاره راغلي وو تر اوسه دقیق معلوم نه دی؛ خو په هره توګه چې راشي، په افغانستان کې مکلف دي چې د افغانستان قوانین رعایت کړي. هر څوک چې د افغانستان ویزه اخلي په دې معنا ده چې هغه ځان د قانون تابع ګڼي.»

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو ان‌بي‌سي نیوز رسنۍ ته ویلي دي، چې د دغه هېواد دوه وګړي د سرپرست حکومت په بند کې دي. د دغو چارواکو په وینا، رایان کوربېټ او یو تن چې تر اوسه یې مشخصات څرګند شوي نه‌دي، د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او بندیان دي.

د نړۍوالو چارو شنونکی رشید قطب ‌زاده وايي:«نیول شوي کسان په کومو تورونو نیول شوي؟ که‌چېرې تورونه ډېر جدي وي د بېلګې په توګه د دې اړتیا لیدل کېږي چې په افغانستان کې محاکمه شي چې د دې موضوع‌احتمال ډېر کم دی. بل احتمال دا دی چې ښايي دغه کسان له هغو کسانو سره چې طالبان یې وغواړي تبادله کړي.»

د نظامي چارو شنونکی هادي قریشي هم څرګندوي:«هغه امریکايي وګړي چې په افغانستان کې بندیان دي، هغوی دې همدلته د خپل جرم په مطابق تر څېړنې لاندې ونیول شي بیا وروسته کار  دولت له دولت سره دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو  چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې ویلي و چې، په افغانستان کې د امریکایي وګړو نیول کېدل له طالبانو سره د دغه هېواد د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ دی.

په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو ان‌بي‌سي نیوز رسنۍ ته ویلي دي، چې د دغه هېواد دوه وګړي د سرپرست حکومت په بند کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه