Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په م.م کې د امریکا د استازې ادعا؛ افغانستان کې نجونې له تبعیض سره مخې دي

د افغانستان اړوند مسایل یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري وڅېړل شول.

په ملګرو ملتونو کې د آمریکا دایمي استازې په دغې غونډه کې پر هغه څه چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې زورزیاتی ګڼي، نیوکې وکړې.

نوموړې همداراز ادعا وکړه چې، طالبان افغان ځوانان د سرتېرو په توګه پر دندو ګوماري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې، لیندا توماس گرینفیلد و ویل: "په افغانستان کې نجونې له وخت مخکې او جبري ودونو، له جنسیتي زورزیاتیو او سیسټماټيک تبعیض سره مخ دي. دغه زور زیاتۍ او سیسټماټيک تبعیض په روزنیزه برخه کې هم شته. دا په داسې حال کې ده چې، افغان ځوانان هم په افغانستان کې د سرتېرو په توګه ګومارل کېږي."

د چارو ځينې شنونکي بیا په هېواد کې د نجونو او ښځو د حقونو پر ساتنې له ټينګار سربېره پر دې باور دي چې، د ښځو د حقونو په نقضېدو سره به افغانستان لاپسې منزوي شي.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي و ویل: زموږ په اسلام کې پر ښځو کوم محدودیت نشته چې دوی دې پر کور ناستې وي. تحصیل و نه کړي، کار و نه کړي. په ټولنه کې نه وي، سیاسي مشارکت و نه لري. دا په اسلام کې نشته.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر هم په دې تړاو و ویل: موږ باید د افغانستان د خلکو راتلونکي ته پام وکړو. او د افغانستان راتلونکی باسواده مېندو ته اړتیا لري. کله چې موږ باسواده مېندې ولرو کولای شو پرمختګ وکړو.

اسلامي امارت لا تر اوسه د دغې امریکایۍ ډيپلوماټې څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي رییسې هم ویلی، په افغانستان کې جنسیتي تبعیض باید د بشر ضد جنایتونو د مخنیوي په کنواسیون کې ځای پر ځای شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي رییسې هم ویلی، په افغانستان کې جنسیتي تبعیض باید د بشر ضد جنایتونو د مخنیوي په کنواسیون کې ځای پر ځای شي.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان اړوند مسایل یو ځل بیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري وڅېړل شول.

په ملګرو ملتونو کې د آمریکا دایمي استازې په دغې غونډه کې پر هغه څه چې په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې زورزیاتی ګڼي، نیوکې وکړې.

نوموړې همداراز ادعا وکړه چې، طالبان افغان ځوانان د سرتېرو په توګه پر دندو ګوماري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې، لیندا توماس گرینفیلد و ویل: "په افغانستان کې نجونې له وخت مخکې او جبري ودونو، له جنسیتي زورزیاتیو او سیسټماټيک تبعیض سره مخ دي. دغه زور زیاتۍ او سیسټماټيک تبعیض په روزنیزه برخه کې هم شته. دا په داسې حال کې ده چې، افغان ځوانان هم په افغانستان کې د سرتېرو په توګه ګومارل کېږي."

د چارو ځينې شنونکي بیا په هېواد کې د نجونو او ښځو د حقونو پر ساتنې له ټينګار سربېره پر دې باور دي چې، د ښځو د حقونو په نقضېدو سره به افغانستان لاپسې منزوي شي.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي و ویل: زموږ په اسلام کې پر ښځو کوم محدودیت نشته چې دوی دې پر کور ناستې وي. تحصیل و نه کړي، کار و نه کړي. په ټولنه کې نه وي، سیاسي مشارکت و نه لري. دا په اسلام کې نشته.

د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر هم په دې تړاو و ویل: موږ باید د افغانستان د خلکو راتلونکي ته پام وکړو. او د افغانستان راتلونکی باسواده مېندو ته اړتیا لري. کله چې موږ باسواده مېندې ولرو کولای شو پرمختګ وکړو.

اسلامي امارت لا تر اوسه د دغې امریکایۍ ډيپلوماټې څرګندونو ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

خو تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي رییسې هم ویلی، په افغانستان کې جنسیتي تبعیض باید د بشر ضد جنایتونو د مخنیوي په کنواسیون کې ځای پر ځای شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه